- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ارشادرغاند
- 1151
له شاعرانو ملګرو سره مې مجلس و، څو تنه لوړ ذوقه او ژور لیکونکي او یو بل د هغو په نسبت نوی او کم درکه و،کشر ملګری ستومانۍ ځپلی او د مجلس کولو لېواله نه و، خو نزاکتاً یې زموږ خبرې اوریدې.
یو ملګری، چې زموږ منځ کې تر نورو ښه شاعر و،په بیا،بیا غوښتنه یې د عادت له مخې زړه نازړه د خپلو شعرونو اورول پیل کړل،موږ څو تنو داد ورکاوه،خو ستومانۍ ځپلی یار مو غلی و،یوه ورته کړل:ډېر بې ذوقه یې،دی څه لوړ شعرونه وایي،ته بیخي پرې غوږ نه ګروې.
ملګری خجالته غوندې شو،دې لپاره، چې ځان کم رانه ولي،د هغه ملګري په خوله د نورو ډېر کم کیفیته شعرونه یې هم چې هغه د خوش طبعۍ لپاره ویل، خورا تشویقول.
اورونکی ملګری، چې حاضر ځوابه و، سمدلاسه ورته وویل:احساسات دې منافقانه دي،واه،واه دې زړه نه نه ده.
یوازې په ادبي کړیو کې موږ د وړتیا او واقعیت پرځای د ملګرۍ او نورو اړیکو پر بنسټ رامنځته شوي غبرګونونه او احساسات نه وینوو،دا زموږ د ټولنې یوه له بنسټیزو ستونزو څخه ده، چې تقریباً هره طبقه،هره سیمه او هرڅوک ترې تر ډېره یا یوه بریده اغېزمن دی.
په ارواپوهنه کې د انسان د بېلا،بېلو حالتونو لکه:غوسې،نفرت،خوښۍ،مینې،خپګان،هیلې،وېرې او نورو ټولګې ته احساسات وايي.
د دې ټولګې په مرسته انسان کولی شي، نورو سره خپلې اړیکې رامنځته،تنظیمې او مخته یوسي.
هغه خلک، چې فکر،نیت او ارادې یې واقعیت پلوه وي،احساسات یې هم داسې بویه.
دا خلک خپل احساسات صادقانه ښیي،له کومې اندېښنې،وېرې او اړیکې پرته ډاګیزوي.
یو شناخته مې دی،له یوه چاسره چې اعمال یې د ده نه دي خوښ، په یوه هڅه کې، ملګری شوی.
ډېرځله تر هرچا ډېرې غیابي نیوکې ورپسې کوي، بیا وایي،ځکه یې هم لاری شوی یم، چې یو ورځ یې زما ډېر قدر کړی و.
انسان د یو ژوندي او اجرایوي موجود په توګه مسول دی،چې د خپل فکر،احساس،عواطفو او نظریاتو د عملي کېدو لپاره ښکاره او پټې هڅې وکړي،کله چې دی خپله د دې مسولیت برعکس ګام اخلي،خپله د ځان قاتل کېږي.
کېدای شي،زموږ ډېرخلک داسې چلندونو ته یوه متبادله ټولنیزه اړیکه ووایي،چې ورسره یې منو، خو د یو مثبتې اړیکې پرځای د منفي په نامه.
له اړیکو انکار نه شو کولی،اړتیا ورته لرو، خو باید چې رېښتینولي،متعهد توب او اخلاص یې بنسټ وي.
دغه اړیکې، چې په منفي بڼه او منفي راشه،درشه تامینې شوي،کولای شو، پر مثبتو او واقعي عواملو هم رامنځته او په اسانۍ او بې الایشه ډول ټینګې وساتو.
زموږ دې بنسټیزې فردي ستونزې، چې راته عادي به ښکاري، خو په حقیقت کې عمومي شوې او په یو منفي ټولنیز دود بدل شوی،په یوې سالمې ټولنې زموږ بدلیدو کې یې ختمول په لومړنیو اړتیاوو کې دی.
په فردي کچه د اړیکو د رېښتینولۍ،تلپاتې والي ، موثروالي او په مجموع کې خپل وجدان ته د نه ملامتۍ او په ټولنیزه –ملي کچه د خپلو مسولیتونو د سم او پوره ترسراوي لپاره باید له منافقانه احساساتو په ډډه اوسوو.
په دې بدلون کې ونډه اخیستل د مذهبي-انساني مسولیتونو ترڅنګ زیاتې ګټې راته لري.
ارواپوهان یې یو پر ځان د باوري کېدو او ان زړورتیا یوه لاره ګڼي.
نورې ښېګڼې دا ښودل شوي، چې د خپلو احساساتو په رېښتینې ارایه کې به مو په دروغجن تمثیل ډېره انرژي نه وي ضایع شوې.
منافقانه احساسات رېښتیني او واقعي احساسات تر اغېزې لاندې راولي او ماهیت یې تر پوښتنې لاندې راځي،موخې نېمګړې پاتې کېږي،تګلوري اغزنیږي او د واقعي ژوند له لذته نه برخمنیږو.