کابل کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې ووژل شو

کابل کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې ووژل شو


  • 1 کال دمخه (27/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 558

سمسور نیوز (۷وری۱۴۰۲) ‏د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار د دویمې امنيتي حوزې اړوند په ملک اصغر څلور لارې کې امنيتي پوستې ته نږدې "يو ځانمرګی بریدګر" موخې ته تر رسېدو وړاندې د امنيتي ځواکونو له لوري په نښه شوی دی. 

ښاغلي ځدراڼ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د ځانمرګي د وژل کېدو په پايله کې له هغه سره چاودېدونکو توکو هم چاودنه کړې، چې له امله یې شپږ ملکي کسان وژل شوي او د درېیو امنیتي ځواکونو په ګډون یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي. 

بل لورته کابل کې ايمرجنسي روغتون وایي، د پېښې له ځایه ورته دوه مړي او ۱۲ تنه ژوبل کسان ور وړل شوي دي.   

ايمرجنسي روغتون پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې دې روغتون ته د يوه ماشوم په ګډون ۱۲ کسان ور وړل شوي؛ خو دوو تنو له ور وړل کېدو سره سم ساه ورکړې ده.