ملګري ملتونه: هره نجلۍ د زده کړو او هره مېرمن د کار حق لري

ملګري ملتونه: هره نجلۍ د زده کړو او هره مېرمن د کار حق لري


  • 3 کاله دمخه (26/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 859

په کابل کې د یوناما دفتر وایي، چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د هېواد له بېلابېلو ولایتونو له راغلو مېرمنو سره کتلي دي.  

 په دې لیدنه کې دواړو لورو په هېواد کې پر روان وضعیت، د مېرمنو پر حقونو او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

لاینز ډاډ ورکړی، چې دوی په افغانستان کې د مېرمنو له تحصیلي او تعلیمي برخو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په دې لټه کې دي چې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې په بشپړه توګه د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

دوی ټولو په یوه خوله ټینګار کړی چې هره نجلۍ د زده کړو او هره ښځه د کار حق لري او دغه حقوق باید ورکړل شي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې به د ښځينه وو د حقونو د خوندیتوب لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.