کابل کې وسله وال برید دوه سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله.

کابل کې وسله وال برید دوه سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله.


  • 3 کاله دمخه (06/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1669

سمسور (سه شنبه - د وري - ۱۷) د رسنیو د راپورونو له مخې، چې وسله والو یاد برید نن سهار د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ ارغندۍ سیمه کې د افغان ځواکونو پر موتر کړی دی.

د کابل پولیس پېښه تائیدوي او وایي، دغه برید د ناپېژانده وسله والو له لوري شوی، چې پکې یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي دی.

په ورته وخت کې بیا ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې امنیتي کسان او موټر د میدان وردګو ولایت په امنیه قومندان پورې اړوند وو.