‏مولوی فقیر محمد: طالبان دې د پاکستان د حکومت او پوځ پر ضد وجنګیږئ

‏مولوی فقیر محمد: طالبان دې د پاکستان د حکومت او پوځ پر ضد وجنګیږئ


  • 3 کاله دمخه (29/10/2021)
  • عارف سمیر
  • 1177

‏د پاکستان د تحریک طالبان مشر مولوي فقیر محمد ویليو چې په پاکستان کې د شرعي نظام د نفاذ لپاره د دوی مبارزه له پخوا نه روانه وه او وي به.

هغه د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي هڅولي تر څو د پاکستان د پوځ او حکومت پر خلاف جهاد پیل کړي.

نوموړي دغه راز د خپلو مجاهدینو وروستیو لاسته راوړنو ته په اشارې ویلي، چې د دوی وروستۍ لاسته راوړنې دا ښیي، چې د پاکستان پوځ له دوی څخه په وېره کې دی.

مولوي فقیر د پاکستان خلاف په داسې مهال د جهاد اعلان کوي، چې تازه د یادې ډلې مشر نورولي محسود هم د خپلو مجاهدینو په منځ کې څرګند شوی او ویلي یې دي، چې پاکستان کې شرابو او زنا ته په عام بازار کې اجازه ورکړل شوې او پر وړاندې یې کلک جهاد پکار دی.