د پاکستان له زندانونو نږدې ۵۰ تنه افغانان آزاد شوي

د پاکستان له زندانونو نږدې ۵۰ تنه افغانان آزاد شوي


  • 1 مياشت دمخه (03/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 60

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۴۷ تنو افغان بندیانو آزادېدو او هېواد ته د هغوی د راستنېدو خبر ورکړی دی. 

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې یاد شمېر افغانان تېره ورځ د کندهار ولایت پر سپین بولدک کرښه هېواد ته راستانه شوي او یو شمېر مرستندویو سازمانونو مرستې هم ورسره کړي دي. 

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد افغانان د نوموړي هېواد په زندانونو کې ۴۵ ورځې د اوسېدو د اسنادو نه لرلو امله بندیان وو. 

دا خبر داسې مهال ورکول شوی، چې د روانې کب میاشتې پر لومړۍ نېټه هم د یاد هېواد له زندانونو څخه ۹۱ تنه افغان کډوال خوشې او هېواد ته راستانه شول.