افغان سوله؛ چین: له افغانستان سره هر ډول ملاتړ ته دوام ورکوو.

افغان سوله؛ چین: له افغانستان سره هر ډول ملاتړ ته دوام ورکوو.


  • 3 کاله دمخه (18/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1202

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون ورځ د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يو سره ټلیفوني خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا له دفتره په‌خپره شوې‌اعلامیه کې‌راغلي، چې په یادې ټلفوني مکالمه کې ښاغلي وانګ یو وویل چې هېواد یې د افغان‌سولې پروسې‌ملاتړ کوي.

‏هغه همدارنګه حمدالله محب سره د خبرو پر مهال ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د بېلا بېلو افغاني خواوو ترمنځ خبرو اترو ته لاره هواره کړي او د نورو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصل په‌پام کې نېولو سره افغان‌سوله کې مرسته‌وکړي. 

نوموړي زیاته‌کړه، چې چین یو خپلواک، ازاد او یو موټی افغانستان غواړي او په دغه هېواد کې د روانې‌جګړې ختمولو ته یوازېنۍ مناسبه حل‌لاره سیاسي جوړجاړی دی. 

په ورته وخت کې حمدالله محب او ښاغلي وانګ یو تروریزم یو ګډ تهدید وباله چې باید دواړه هېوادونه مبارزه ورسره‌وکړي.

محب همداشان د سولې په برخه کې د چین له ملاتړه مننه وکړه او و یې ویل، چې افغانستان هیله‌من دی ټولې هڅې سولې ته د طالبانو د مجبورولو لپاره وکارول شي.

د یادولو ده، چې چین هېواد تردې وړاندې هم په افغان سوله کې د خپل بشپړ ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکرړی و.