بهرنیو چارو وزارت: د امنیت شورا وروستی راپور بې‌بنسټه دی، په کلکه یې ردوو

بهرنیو چارو وزارت: د امنیت شورا وروستی راپور بې‌بنسټه دی، په کلکه یې ردوو


  • 2 کاله دمخه (30/05/2022)
  • سمسور
  • 631

سمسور (۹غبرګولی۱۴۰۱) که څه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې پخپل راپور کې په افغانستان کې د بهرنیو ډلو پر شتون او فعالیت اندېښنه ښودلې، خو اسلامي امارت بیا په هېواد کې د بهرنیو ډلو د شتون په تړاو د یاد سازمان راپور بې اساسه بللی دی. 

دغه وزارت ویلي، چې هېواد ته د اسلامي امارت په راتګ سره د ګاونډیو او د نړۍ نورو هېوادونو پر وړاندې د هر ډول زیان مخه نیول شوې ده.

بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې اسلامي امارت به هېڅکله کوم چاته د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې کارېدنې ته اجازه ورنه کړي.

همدارنګه یاد وزارت له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان د اوسني حالت په تړاو له ناپېژندو سرچینو څخه معلومات خپاره نه کړي.