اوکراین پر دغه هېواد د روسیې د یو بل ستر برید خبرداری ورکړی

اوکراین پر دغه هېواد د روسیې د یو بل ستر برید خبرداری ورکړی


  • 1 کال دمخه (02/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 509

سمسور نیوز (۱۳سلواغه۱۴۰۱) د اوکراین دفاع وزیر اولېکسي رېزنیکوف وايي، روسیه اوکراین کې یوه بل ستر برید ته پر چمتووالي بوخته ده‌. 

هغه خبرداری ورکړی، چې دا برید ښايي پر اوکراین د روسیې یرغل د یوه کال د پوره کېدو پر ورځ (د فبرورۍ پر ۲۴مه) پیل شي.

د ښاغلي رېزنیکوف په وینا مسکو دغه برید لپاره شاخوا ۵۰۰ زره ځواکونه راټولوي. 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېر سپتمبر کې د جبري پوځي خدمت له لارې د یوه ۳۰۰ زره کسیز ځواک د راټولېدو اعلان وکړ.

هغه وویل دا ګام د هېواد د 'ځمکنۍ بشپړتیا' تضمین لپاره اړین دی.

خو اوس د اوکراین دفاع وزیر وايي‌، د دغه امر له مخې پوځ کې د ګومارل شویو او اوکراین ته د استول شویو روسانو اصلي شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي.

که څه هم ختېځ کې له دونباس سیمې د سختو جګړو راپورونه شته، خو د اوکرایني ځواکونو لخ خوا د خېرسون تر بېرته نیول کېدو راوروسته دواړه خواوې کوم پام وړ پرمختګ نه لري.