ولسمشر غني: موږ له نړیوالو سره خپلو طرحه شریکه کړه، خو د طالبانو چېرته ده؟

ولسمشر غني: موږ له نړیوالو سره خپلو طرحه شریکه کړه، خو د طالبانو چېرته ده؟


  • 3 کاله دمخه (20/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1271

ولسمشر غني وایي، افغانستان کې جګړه وسله‌والو طالبانو پیل کړې او مسؤول یې همدوی دي. 

د هغه په وینا، موږ د سولې لپاره منظمه طرحه له نړیوالو او افغانانو سره شریکه کړه، خو د طالب طرحه چېرته ده؟

ولسمشر غني دا څرګندونې تېره ورځ مازدیګر په ارګ کې د دفاع، کورنیو چارو او د کلیو او پراختیا وزارتونو د سرپرستانو او د وسله وال پوځ د لوی درستیز د پېژندګلوۍ په جوړو شویو مراسمو کې وکړې.

نوموړي وویل: "طالبان د تورو شبکو په اشاره افغانستان ورانوي، دوی باید یو انتخاب وکړي، سوله کوي او که له افغان ولس سره دښمنۍ ته دوام ورکوي؟ که دښمني کوي، ولس به یې په قاطعیت ځواب ورکړي." 

د هېواد ولسمشر ښاغلي غني همداراز زیاته کړه او ویې ویل: "موږ د مسوول نظام او مشروع دولت په توګه په جګړه کې ټولو بشري قوانینو ته ژمن یوو، خو طالبانو دغه ټول قوانین تر پښو لاندې کړي او افغانستان ورانوي."

په ورته مهال ولسمشر دغه‌راز پر بین المللي ټولنې غږ وکړ چې د طالبانو په اړه بې طرفه پاتې نشي او ومني چې په جګړه کې د دوی له لوري زموږ بشري حقونه په عمدي توګه نقض کېږي.

باید وویل شي، چې په عین حال کې د دفاع وزارت پخواني لوی درستیز ستر جنرال یاسین ضیا ته د هغه د خدمتونو د قدرونې په موخه د وزیر محمد اکبر خان عالي دولتي مډال ورکړل شو.