ترکیه: هرات کې موزیم جوړوو، اړیکې به مو لا وغوړېږي

ترکیه: هرات کې موزیم جوړوو، اړیکې به مو لا وغوړېږي


  • 1 کال دمخه (27/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 438

په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره په لیدنه کې ژمنه کړې، چې په دغه ولایت کې یو موزیم جوړوي.

باختر د هغه له قوله ویلي، چې په دې موزیم کې به د افغانستان او ترکیې سمبولونه نندارې ته کېښودل شي. 

د ښاغلي اونال په باور، چې د دغه موزیم په جوړېدو سره به د دواړو هیوادونو اړیکې لا پراخې شي.  

نوموړي همداشان ژمنه کړې، چې دوی په ۲۰۲۴ کال کې په هرات کې د زېر زمیني جومات د بیارغاونې، د شهزاده تخت، د لاسي صنایعو د پراختیا، د نستعلیق کتابونو د چاپ او په هرات کې د کتابتون د بیا رغولو په برخه کې کار کوي. 

د یادونې ده، چې په هرات کې وروستۍ زلزلې د يو شمېر کليو د ويجاړولو ترڅنګ، د دغه ولايت تاريخي او لرغوني ځايونه هم زيانمن کړي دي.

په دې زلزله کې د هرات لوی جومات، اختیارالدین کلا، منارونه او د دغه ولایت ځیني نور تاریخي ځایونه زیانمن شوي دي.  

که څه هم سرپرست حکومت د ترکیې په ګډون لا کوم هېواد پر رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو په وروستیو کې د دواړو هېوادونو اړیکې خوږې شوې.

ترکیې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې ترڅنګ، په نورو بېلابېلو برخو کې هم له سرپرست حکومت سره خپله همکاري جاري ساتلې.