- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- سرخط ورځپاڼه
- 1239
حکمتیار فکر کوي چې د افغانانو دې نسل ته د ده کارنامې نه دي وریادې او د ولسمشر غني او ښاغلي کرزي په زیار د بېرته ودان شوي کابل هغه شل کاله پخوانی تصویر چا نه دی لیدلی. له توپک سره دغه غورځېدلي پرځېدلي فکر کوي چې ملت ته یې داسې څټې ور اړولي چې تراحسان لاندې یې پورته نهشي ورته کتلای. دی او امثاله يې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې تر ننه د ملت پر اوږو سپاره دي او له ټولو یې د لوټه لوټه شوي کابل هغه تصویرونه هېر دي چې د دوی د کارتوسو په ټس کې ورسره ۶۰ زره کابلیان تر خاورو لاندې شول.
هغه د سرشاهي په څېر سوځنده ډاګونو ته په کډه شوي د دوی په فکر اوس په مریخ کې اوسېږي او د دوی ناکردې یې له یاده وتلې دي. په تېرو ۱۷کلونو کې د پښتنو خرابه ورځ دا وه چې جګړه پرې تحمیل شوې وه، خو ښه ورځ یې د محقق، دوستم، رباني، سیاف، اسماعیل خان او نورو په څېر توپکي سیاستوالو کم درلودل وو چې د خلکو کانګې ترې راځي.
خو د ولسمشر غني دا نیالګی په هماغه پټي کې راشین شو چې ده یې ریښې ور وچې کړې وې. دا به پښتنو ته د ښاغلي غني د یو تل پاتې خیانت یوه لویه نمونه وي چې د څه لپاره یې دا ګل د دې ځورول شوي ملت پر سر ور وټومبه چې اوس ځان نه یوازې د پښتنو د حقونو دعویدار ګڼي، بلکې د افغانستان د ابادي دعوه کوي.
دا ښاغلی اوس هم فکر کوي چې افغانستان شمشتو دی او د ده د دربار او دسترخوان ملنګان به ورته سهار او ماښام سلامونه کوي او چاپلوس قوماندانان به یې د ده د نوم تر اخیستو له مخه څو ځلې په خوله اوبه رغړوي او بیا به بسم الله او الحمد لله تېروي او د پورته کتلو جرات به څوک نه کوي. دا له مریخه راغلې معجزه فکر کوي چې دا ټول خلک د شمشتو د یو زیات شمېر اوسېدونکيو په څېر د ده پټخولي غلامان دي او یوه ورځ به پر تذکره سټیکرونه ورته لګوي، بله ورځ به بایومټریک ته ور روان وي او څو ورځې به د ده په ډیپلوماسي کې دوکتورا لرونکي زوی ته د سلامي لپاره ولاړ او بالاخره به خپلې مېرمنې د توپک تر شپېلۍ لاندې رایې ورکولو ته د دوی لپاره را وباسي.
ښاغلی حکمتیار فکر کوي چې اوس هم پر هغه ملت واکمن دی چې دوې لسیزې وړاندې یې پرې د توپونو زړه تش کړی و، خو بېچاره نه دی خبر چې داسې نسل واک ته رسېدونکی دی چې له ده سره د تېرو څلوېښتو کلونو حساب کتاب ته ځانونه چمتو کوي.
د ده له کړنو او خبرو ښکاري چې رښتیا به هم ډېر نه وي خبر، ځکه تازه له غرونو را کښته شوی او د دوی د نهشتون له برکته هېواد له فکري پلوه پر داسې خوا روان شوی چې ممکن په همدې یوه لسیزه کې د جهاد د ټېکهدارانو کمپله د تل په مخه ور ټوله او د دوی دا جنګي سیوری د خلکو له سرونو لرې شي.
د ملت د لویې برخې له نظر سره د دغو پخوانیو جهادي مشرانو د اوسني ټکر دلیل هم دا دی چې دوی لا هم په ټولنه کې ځانونه باداران او خلک غلامان ګڼي، خو ملت دوی جنګسالاران او د زندانونو د تمبو لایق بندیوان ګڼي. د ښاغلي حکمتیار ستونزه دا ده چې دی د شمشتو په موډ اموخته شوی او د هغه ځوان روزل شوي په خبره پوه نسل په اړه ډېر مالومات نه لري چې نن سبا د خپل کمپیوټر تر شا ناست د غني د کړنو او د حکمتیار د پخوانیو ناکردو پرتلنه کوي.
حکمتیار له هماغو ډلو سره غوږ په غوږ شوی چې یو مهال یې په ګډه کابل له خاورو سره برابر کړ او د دوی د وحشتونو له لاسه دا هېواد ۳۰ کاله نور د جګړې په ډګر بدل شو. د همدې ښاغلو له برکته(!) دې هېواد ته د پاکستان، ایران، او امریکا لاسونه را وغځېدل او افغانستان د طالب په نوم د یوه وایروس خاوند شو چې اوس یې له ده هم د مخنیوي او درملنې لار ورکه ده.
د دې پر ځای چې دا ښاغلي له ملته بښنه وغواړي، ځانونه ورته د همدې ځپلي ملت استازي ښکارېږي. دوی چې هېواد په کنډواله بدل کړ، افغان چارواکيو ته یې د ابادولو چل ورښيي. دوی چې په دېوالونو کې یې تر سیمنټ لاندې د برېښنا مزي را ايستل او پاکستان ته یې اړول، نن د برېښنا غځولو په چاره کې د ولسمشر غني حکومت ناکام ګڼي.
دوی د هماغه بوډا په ږیره پورې خاندي چې له برکته یې د کابل په پخو کورونو او مسترحو ودانیو کې له خپلې ورکې کورنۍ سره د ارام خوب او عزت خاوندان شول. دوی اوس هغه چا ته په ټاکنو کې د نه لاس وهنې سپارښتنې کوي چې تر پرونه یې همدا ټاکنې د ګوډاګیانو د واکمنۍ ډرامه بلله. دوی اوس هغو ته ډیموکراسي تمثیلوي چې د همدې ولسواکۍ د ټینګېدو په موخه يې پرې د کفر فتواوې صادره کړې وې.
ښاغلي غني په خورا هوښیارانه انداز کې هغو ټولو تجربه شویو جګړهمارو سیاستوالو ته ور یاده کړه چې نورو ته د مفتو مشورونو پر ځای په تېرو څلورو لسیزو کې د خپلو کړو وړو حساب ورکړي او که داسې و نه کړي، د ده حساب کتاب ته دې ټینګ شي.
سرخط ورځپاڼه