خواجه اصف: افغانستان د ټولو تر-هګر-یزو پېښو سرچینه ده

خواجه اصف: افغانستان د ټولو تر-هګر-یزو پېښو سرچینه ده


  • 9 مياشتي دمخه (28/03/2024)
  • 262

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ سرچینه په افغانستان کې ده.   

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه پر اسلامي امارت تور پورې کړی، چې دوی په افغانستان کې د وسله‌والو له پټنځایونو خبر دي او د ده په خبره، د پاکستان پر ضد ازاد بریدونه کوي.  

هغه دغه راز ویلي، چې د بریدونو زياتوالي ته په پام په کار ده، چې پر ډیورنډ فرضي کرښه بنسټیز بدلون رامنځ ته شي. 

د پاکستان دفاع وزیر همدا شان تور پورې کړی، چې اسلامي امارت د ډیورنډ فرضي کرښې د امنیت په برخه کې هېڅ راز همکاري نه کوي. 

اسلامي امارت تر اوسه د اصف څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې ویلي، چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ نشته. 

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې وسله والې ډلې افغان خاوره د دوی پر ضد کاروي، هغه څه چې اسلامي امارت یې تل رد کړي دي.