سرپرست حکومت: هیچاته د وسلو د پلور اجازه نه ورکوو

سرپرست حکومت: هیچاته د وسلو د پلور اجازه نه ورکوو


  • 1 کال دمخه (11/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 600

سرپرست حکومت په افغانستان کې د امریکا د پاتې وسلو او تجهیزاتو د پلور تورونه په کلکه رد کړي دي. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټويټرپاڼه لیکلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ټولې وسلې، تجهیزات او وسایط د هېواد په ډیپوګانو کې ساتل شوي او هیچاته د وسلو د قاچاق او پلور اجازه نه ده ورکړل شوې.

د مجاهد په خبره، دا ډول تبلغات د هغو کړیو کار دی، چې په افغانستان کې روان ثبات نه‌شي زغملی.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال او دوه څېړنیزو بنسټونو ویلي وو، چې اسلامي امارت له امریکا څخه په افغانستان کې پاتې شوې وسلې، وسایط او تجهیزات پلوري.