نړیوالو رسنیو ته ویلي، چې د کاسا- ۱۰۰۰ زر د برېښنا پروژه به په ۲۰۲۷ زېږدیز کال کې بشپړه او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.
انټرفاکس روسي خبري آژانس تېره ورځ د تاجکستان هېواد د اوبو او انرژۍ د وزیر جمعه دلېر په حواله په یوه راپور کې دغه خبر ورکړی او لیکلي یې دي، چې دا مهال په پاکستان کې د یادې پروژې کارونه دوام لري او تمه ده، سږ کال به یې په یاد هېواد کې کارونه بشپړ او وروسته به په افغانستان کې پیل شي.
په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې به د یادې پروژې کارونه د راتلونکي ۲۰۲۶ زېږدیز کال تر پایه بشپړ او په ۲۰۲۷ زېږدیز کال کې به ګټه اخېستنه ورڅخه پیل شي.
د یادې پروژې په واسطه د تاجکستان او قرغزستان ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د قرغزستان او افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي، چې د ۲۰۲۶ زېږدیز کال په می میاشت کې پیل شوه او تمه وه، چې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې بشپړه شي؛ خو د ځینو ستونزو له امله ۲۰۲۷ زېږدیز کال ته وځنډېده.