په سوریه کې د ترکیې سفارت د فعالیت بیا پیلېدل

په سوریه کې د ترکیې سفارت د فعالیت بیا پیلېدل


  • 1 مياشت دمخه (14/12/2024)
  • سمسور نیوز
  • 59

په سوریه کې د ترکیې د سفارت فعالیت له شاوخوا دولسو کلونو وروسته نن بیا پیل شو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي چې د دغه هېواد ډیپلوماتان سوریې ته استول شوي دي.

له بلې خوا فیدان ټینګار وکړ چې ترکیه د یوې داسې سوریې غوښتونکې ده چې له ترهګرۍ پاکه او همه‌شموله حکومت په کې رامنځ‌ته شي. 

په همدې حال کې د ترکیې اناتولیا خبري اژانس راپور ورکړی چې برهان کور اوغلو په دمشق کې د دغه هېواد د سفارت د لنډمهالي شارژدافیر په توګه ټاکل شوی دی.

د یادونې ده چې په سوریه کې د ترکیې سفارت فعالیت د ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کې د سوریې د پخواني جمهور رئیس بشارالاسد د حکومت پر مخالفینو د زورزیاتیو په اعتراض کې درول شوی و.