خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
د ولسي جرګې غړو په کابل کې د امریکا د سفارت د شارژدافیر پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی.
د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وړاندې د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي کړي چې په هېواد کې یې پر روان وضعیت او د اوربند پر رامنځ ته کولو هېڅ راز مثبت اغېز نه دی کړی.
دوی همدا راز وايي چې له معقولو دلایلو پرته د طالبانو د زندانیانو خوشي کول نه یوازې دا چې سوله نه شي راوستلی بلکې د وضعیت د لا ترینګلتیا او کړکېچ لامل کېږي.
دوی د شارژدافیر راس ویلسن وروستۍ څرګندونې د جدي اندېښنې وړ بللي او په خبره یې د ولسي جرګې غړي له اوربند او سولې پرته د نورو طالب بندیانو له خوشي کولو سره مخالفت کوي.
په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر ویلي چې وسله وال طالبان په راتلونکو څو ورځو کې د خپلو ۷ زره بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کوي.
نوموړي ټينګار کړی و چې دا د دوحې د هوکړې برخه ده او هوکړه باید عملي کړل شي.
خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن د خبري کنفرانس پر مهال وویل چې د طالبانو له خوا د ۷ زره بندیانو خوشې کېدو په تړاو نظر څرګندول له وخت مخکې دي.