د جونګړې بيرغ


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حفيظ الله تراب
  • 960

 زموږ د کوڅې د دنګو ماڼيو په منځ کې يوازې د هغې کور خام و. کله چې به مې په ناپامۍ کې د خپلې پاس کوټې نه د هغې پر کور سترګې ولګېدې، نو پر زړه به مې نامالومې سپېڅلتيا اغېز وکړ او داسې به مې ګڼله چې د کوڅې شاندارې ودانۍ د يتيمانو په وينو جوړې شوې او ټوله ښکلا او پاکي يوازې په همدې خام کور کې ده.

د کوڅې ناببره پانګه‌وال ګاونډي چې به يې له کوره تېرېدل، نو هغوی به ورته په ترخو سترګو کتل او ښايي دا ډول کور يې په کوڅه کې د ځانونو لپاره سپکاوی ګاڼه.
په کور کې يوه بوډۍ ښځه د دوو بوتکيو هلکانو سره اوسېده. هغې به په خپلو زهيرو لاسونو سهار وختي د کور جارو او نور کارونه پيل کړل او چې غرمه به شوه، نو دغو تنکيو ته به يې د هغوی له راتګه مخکې دسترخوان غوړولی و. هلکانو به په مينه ډوډۍ وخوړه او لږ وروسته به يې د آيسکريم ګاډۍ روانې کړې.
داسې ښکاره کېده چې هلکان تر غرمې پورې ښووڼځي ته او نوره ورځ د ژوندانه د تېرولو لپاره مزدوري کوي. په دغه کوڅه کې چې مو لږ وخت تېر شو، نو پوی شوو چې ځوان زوی او نږور يې د کابل په جنګونو کې شهيدان شوي او بوډۍ ترور ته يې اوس لمسيان پاتې دي.
زما خونه په داسې ځای کې وه چې که به مې ورکتل هم نه، خو په ورځ نیمه کې به مې سترګې خامخا د هغې پر کور لګېدې او د هغې ليدلو به د انسانانو د ژوندانه ټيټو او لوړو ته وړلم او د هغې بې عدالتۍ ژورو ته به يې ننه‌ايستم چې په دا څو کلونو کې يې زموږ د هېواد ارزښتونه په سيند لاهو کړل.
خو نن راته د بوډۍ کور نور هم ډېر په زړه پورې او حيرانوونکی شو، د هېواد د خپلواکۍ ورځې ته يوه ورځ پاتې وه، په پخه کوڅه کې راروان وم، ښي او کيڼ لوري ته مې قيمتي ودانۍ ولاړې وې، خو ټولې داسې وې، لکه روح چې پکې نه وي، د استقلال د ورځې د نمانځلو لپاره پکې يوه نخښه نه وه. 
داسې ښکاره کېدل لکه چې خاوندان يې د نورو هېوادونو اوسېدونکي او پرته له ځان مړونې بل احساس نه لري او يا هم د خپلواکۍ د جشن د ورځې په رارسېدو خپه وي.
په همدې سوچ کې وم چې کور ته نږدې شوم، خو همدلته مې د جونګړې پر دروازې داسې څه وليدل چې هک پک يې کړم.
د کور مخې ته ترور په داسې حال کې چې د بدن د کمزوريو نخښې يې هر چا ته ښکاره کېدای شوې ولاړه وه. د هېواد ملي بيرغ يې پر خپل کور درولی و او داسې يې ور کتل، لکه په دې فکر کې وي چې له ودرېدو نه يې ډاډمنه ده. څه شېبه يې تر شا غلی ودرېدم او بيا مې ورته وويل:
ـ ترورې سلام.
مخ يې راواړاوه:
ـ وعليکم. لاندې باندې يې راته وکتل.
 لکه چې څوک د ډېرو احساساتو لاندې راغلی وي:
ـ ترورې! دا څومره له وياړه ډک کار دې کړی؟! په يوه محل او ماڼۍ دا وياړ نشته او تا دومره لوی بيرغ درولی؟!
سر يې ټيټ او بيا يې سترګې پورته کړې:
ـ زويه د ډاډ او خوشالۍ لپاره خو بله ورځ نه لرو او بيا خو شاه امان الله او د ازادۍ د لارې شهيدان په موږ دومره حق لري چې ياد يې کړو.
سترګې مې راډکې شوې:
ـ ترورې! ستا جونګړه به نن ورځ د لویو چارواکو او پانګه‌والو له ماڼيو ډېره شانداره ښکاري. 
ستا دا کار ستا لپاره تلپاتې وياړ او هغوی ته چې د هېواد له دې ورځې سره مينه نه لري، لوی شرم دی. 
له دې سره یې لاسونو ته ټيټ شوم او بيا مې د جونګړې پر دېوال د هېواد ملي رپانده بيرغ ته يوه شېبه په حسرت وکتل.
سرخط ورځپاڼه