ترکیه: لا هم د کابل هوایي ډګر د امنیت ساتلو ته چمتو یو

ترکیه: لا هم د کابل هوایي ډګر د امنیت ساتلو ته چمتو یو


  • 3 کاله دمخه (12/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1351

ترکیه وایي، لا هم د کابل هوايي ډګر د امنیتي مسوولیت اخیستلو ته چمتو دي.  

رویټرز د ترکیې د دوو جګپوړیو چارواکو په حواله لیکلي، که څه په افغانستان کې جګړو شدت موندلی؛ خو لا هم انقره د کابل د هوایي ډګر د چارو د سمبالولو لپاره په خبرو بوخته ده او چمتو ده چې د دې هوایي‌ډګر د امنیت ساتلو مسؤولیت پر غاړه واخلي. 

دې چارواکو ویلي، ترکیه له افغانستان سره نه شلېدونکې اړیکي لري او غواړي، چې دې هېواد سره امنیتي همکاري ولري او په روان وضعیت کې ورسره مرسته وکړي.  

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې پرون ولسمشر غني له خپل ترکیي سیال رجب‌طیب اردوغان سره تلیفوني خبرې هم کړې دي.

ترکي لوري ویلي، چې دغه هېواد په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او هڅه کوي، څو د سولې په برخه کې خپلې همکارۍ وغځوي.  

بل‌لورته بیا طالبانو پخوا ترکیې ته خبرداری ورکړی و چې د کابل د هوایي ډګر د امنیت د ساتلو په خاطر په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته دوام ورنه‌کړي او که دا چاره ترسره کړي؛ نو دغه ډله به یې پر وړاندې اقدام وکړي.