د روغتيا نړيواله ټولنه: تېرو دريو ورځو کې ۲۰۲ بشري روغتيايي مرکزونه تړل شوي

د روغتيا نړيواله ټولنه: تېرو دريو ورځو کې ۲۰۲ بشري روغتيايي مرکزونه تړل شوي


  • 1 اونۍ دمخه (28/05/2025)
  • سمسور نيوز
  • 86

روغیتا نړيوالې ټولنې په يوه راپور کې ويلي، د روانې مياشتې له ۲۵مې نېټې را پدېخوا د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې ۲۰۲ بشري روغتيايي مرکزونه تړل شوي چې ورسره جوخت ۱.۸ ميليونه خلک له روغتايي خدمتونو بې برخې شوي دي.

دغه ټولنې دغه راز اندېښنه ښودلې چې د دوی په ملاتړ فعال ۸۰ سلنه روغتايي مرکزونه د بوديجې له کمښت سره مخ دي او ښايي چې د روان کال د جون مياشتې تر پایه وتړل شي.

يادو ۲۰۲ روغتايي مرکزونه کې چې تړل شوي، ۱۰۸ ګرځنده روغتايي او تغذيوي ډلې، ۳۳ د کورونو روغتايي مرکزونه، ۲۲ فرعي روغتايي مرکزونه او ۱۹ نور روغتايي مرکزونه هم تړل شوي دي.

يادې ټولنې په نړيوالو مرستندويه ټولني غږ کړی دی‌ چې افغانستان کې دې د يادو روغتايي مرکزونو ملاتړ وکړي.

ياده دې وي چې له دې وړاندې هم هېواد کې ۱۶۷ روغتايي مرکزونه د بوديجې د کمښت ها امله تړل شوي وو.