د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې د دوحې ناستې بشري حقونو ته د درناوي او بنسټیزو اړتیاوو په اړه د اسلامي امارت په ګډون له افغانانو سره د اړیکو پر دوام خبرې شوې دي.
ټام ویسټ پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، په افغانستان کې د ګډو ګټو لپاره یوه قوي اجماع موجوده ده او هیڅوک نه غواړي چې له افغانستان څخه د ترهګري ګواښ رامنځ ته شي.
هغه دغه راز ویلي، چې په ناسته کې د ښځو د کار او زدکړو د حقونو پر ورکړې ټینګار شوی دی.
د ویسټ په خبره، د دوحې ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچې کمېدل ستیالي او د کروندګرو لپاره یې د بدیلو کښتونو په ورکړې هم خبرې کړې.
نوموړي ویلي، یوې داسې کړنلارې ته اړتیا ده، چې افغانان له اقتصادي اړخه په پښو ودروي.
هغه له ملګرو ملتونو غوښتي، چې په نړیوال سیسټم کې د افغانستان د بشپړ ادغام لپاره دې د یوې لارې نقشه جوړه کړې.
د یادونې ده چې ددوحې ناسته کې د شاوخوا ۲۷ هېوادونو او سازمانونو استازو برخه اخیستې وه.