د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد ۵۶مې اونيزې غونډې رپوټ


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • لطيفه لالهاند
  • 1067

ورځ: شنبه
ځاى:د پوهنې وزارت شپږم پوړ د کنفرانسونو سالون
دغونډې مشره: ګلالۍ امرخيل
د غونډې ويانده: اوږۍ اميل
د غونډې منشي : لطیفه لالهاند
د غونډې ګډون کوونکي:شاعراني او ليکوالاني
شمېر: ۳٠ تنه
غونډه په دريو برخو ويشل شوې وه.
١- کره کتنه
٢- مشاعره
٣- د ليکوالۍ اساسات

په لومړې برخه کې د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست نه وروسته ، د ځلا مجلې موضوعات،مطالبو په څرنګوالي او راټولونه خبرې اترې وشوې. ساهرې شریف او توبا ندا دمجلې د مطالبو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
په دې اړه نظريات را غونډ شول او مرکو او مطالبو لپاره کسان په ګوته شول.
بيا د ګل مينې یوسفزۍ په شعر چې ( سپرلي باد) نوميده لوستلو وروسته کره کتنه وشوه.
اوريدونکو خپل،خپل نظريات وړاندې کړل. دغه شعر دمیرمن بهیر په ویبپاڼه کې mirmanbaheer.org لوستلای شې.
همدا شان وويل شول چې په شعر کې يو خيال پالل کيږي،او په غزل کې هر فرد بيله مانا لري.
ددې برخې په پاى کي ليکوال ښاغلي علم ګل سحر د شعر په هکله رڼا واچوله او وې ويل:
''شعر الهام دى او الهام هغه رواني کیفیت دی چې شاعر دیوه نوي شي ویلو ته هڅوي هغه څه چې موږ يې په ټولنه کې دموجودو ټولنیزو او کلتوري دودونو له وجې ؛نشو ويلى هغه د ېوې رامنځ ته کيدونکې پديدې په توګه را پسخيږي او او د شعر په ژبه ټولنې ته وړاندې کيږي.نوموړي د لوستل شوي شعر په اړه هم خبرې وکړې او پر شعر یې د میرمن بهیر دغړو خبرې او نظریات جوړونکي وبلل.

دوهمه برخه : مشاعره

د مينې صابر د شعر په لوستلوسره مشاعره پيل شوه او ورپسې اوږۍ اميل ،شريفې ستانکزۍ ،تورپيکۍ،ګلالۍ امرخيل،جميله صافۍ ، ګل مينې یوسفزۍ ،پروین، مینا نظري، وږمې فضلي،نفیسې،توبا ندا ساپۍ،ملالۍ او ښکلا خپل شعرونه او څلوريزې و لوستې.
ورپسې د اونۍ بختورې میرمنې صحابې مالک خروټې ته دمیرمن بهیر ځانګړې ډالۍ ورکړل شوه.
د غونډې په پاى کې دلیکوالي دزده کړي کورس پیل شواو سحر صيب د ليکوالۍ په اساساتو رڼا واچوله،او په دغه برخه کې په هوډ ،لوستلو اوهمیشنۍ ليکنې ټينګار وکړ.علم ګل سحر دلیکوالي په برخه کې خپلې تجربې د میرمن بهیر غړو ته بیان کړې او ورپسې یې د کیسې او ناول دلیکلو په برخه کې لازمې مشورې وړاندې کړې . په پای کې یې دمیرمن بهیر دغړو سوالونو ته ځوابونه وویل.

د غونډې په اړه زما وړانديز!
لکه څنګه چې د غونډې له نومه څرګنده ده د ميرمنو کلتوري بهير غونډه، نو له خپلو درنو ليکوالو او شاعرو خويندو هيله کوم چې د نورو خويندو د روزنې او هغوې د ښو لارښونو ورکولو په موخه دغې غوڼدې ته په خپل راتګ سره ښکلا ور وبښي ،ترڅو دغه غونډه لا هم زموږ د ورونو بهير غونډې په څير توده،د ولولو ډکه او د اديبانو د ژبو پر سر وي،هیله لرم ټولې خویندې هر ځای چې وي دغې غونډې ته چې دهرې شنبې ورځې په یوه نیمه بجه د پوهنې وزارت په تالار کې جوړیږي تشریف ور وړي.
دا غونډه د بهير ده څوک به شعر وايي وردرومي- خلک په پښو باندې وردرومي خو زه سر باندې وردرومم