حکومت: موږ د روسیې ملګري یوو؛ باید په رسمیت مو وپېژني

حکومت: موږ د روسیې ملګري یوو؛ باید په رسمیت مو وپېژني


  • 1 کال دمخه (17/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 644

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې مسلمانانو په استازولۍ له راغلي پلاوي سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې روسیه یې په رسمیت وپېژني.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي کبیر په دې لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت روسیې ته ډاډ ورکوي چې د هیڅوک به د افغانستان خاوره د دوی پرضد ونه کاروي.

هغه دغه راز هیله څرګنده کړې چې د یاد پلاوي راتګ به د سوداګرۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا سبب شي.

په ورته مهال د یاد پلاوي مشر او د روسیې د جوماتو مسوول شيخ زاليخايوف احمد وویل چې افغانستان ته یې د راتګ هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ده.

هغه دغه راز وویل چې د علماوو تګ راتګ به د مسکو او کابل ترمنځ تعامل نور هم پراخه کړي.

که څه هم په دې وروستیو کې یو شمېر هېوادونو د افغانستان په سفارتونو کې د اسلامي امارت استازي منلي، خو لاهم کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.