خدای شته چې شروع مې يې چورهېره ده چې څنگه موسره وپېژندل ؟ اوټيلفوني اړيکې موڅنگه سره ونښلېدې ، هسې خوماداستادنوم اورېدلی و اوڅوليکنې مې يې هم لوستې وې ـــ خوچې اړيکه موپيداشوه نوټيلفونونه به موکله کله سره کول ده ترمالږ زيات اوماهسې په کلونوکوم ځل هغه به هم کله چې داستادټيلفونونه له درې ځلورو وارو واوښتل نوبيابه مې داستاد دخپگان له وېرې کله يوزنگ ورتېرکړ، هغه زمادهغه وخت له بوختتياووخبر واوتل به يې ويل ټيلفون کومه خبره نده ياتاکړی ياما خوچې سره خبريو.
په ۲۰۰۱ زکال کې دافغانستان دفرهنگي ودې ټولنې ــ جرمني دخوشال بابا څلورسومه کليزه لمانځله، همدغلته مااواستاد په لومړي ځل سره وليدل اوداسې اېسېدل لکه موږه دواړه چې دمردکيو، بېډيو، ډۍ اوشمټوانډيوالان وو اوداټول عمرمويارانه دوستانه تېره شوې وي .
داهغه وخت و چې زمادشعرونولومړۍ ټولگه (سوچونه اوکږليچونه) چاپ اونه پوهېږم استادله کومه ځايه ترلاسه کړې وه، خوماته يې ويل چې ټيک هماغسې اېسې لکه څنگه چې په خپل شعرکې، زماسرپدغوخبروچندانې نه خلاصېده بس هسې داستادخبروته مې غوږ ايښی و، استادويل : "زه ټول پښتانه شاعران کوم چې دخبرې په ريښتينې ماناشاعران دي دگوتوله شماره زيات نه گڼم اوبيادغه دگوتوپه شمارشاعرانوکې ديوه لاس دگوتوله شماره هم کم داسې شاعران شته چې زماخوښ دي په هغوکې يوته يې". ښکاره خبره ده چې زه داستاددخبروله هغې برخې سره چې زماپه هکله وې موافق نه وم او ورسره مې داهم غوښتل چې که داستاد خبرې په بله واوړي،دخدای فضل و چې داستاد پام خوشال باباته واوښت دچادسيمينارپه خاطرچې موږ دلته رابلل شوي وو اودخوشال بابا په هکله يې هغه خبرې وکړې چې مادسيمينارپه يوه مقاله کې هم نه وې اورېدلې اونه مې ترهغه دمخه چېرې دخوشال بابا په هکله لوستلي يااورېدلې وې .
استاداسمايي له هغه ډلې خلکوڅخه و چې په ټولو هغو اوصافو اوښو خويونو برابرراته چي خلک يي دځينودپاره وايي ياليکي لکه :ساده توب، سپېڅلواله، بي تکلفي، کليواليتوب، خاوريني، صميميت، شډلي، مينه ناکي ... اسمايي ټيک په هماغه وخت کې چې دی دفرانسې دپلازمېنې پاريس ښارکې دسترفرانسوي ليکوال ويکتورهوگو۱۸۰۲ـــ ۱۸۸۵ز په مېنه کې اوسېده،
که بل هرافغان يابلچاليدلی وای اوپېژندلی يې نه ، نودابه يې هېڅکله په خوب اوخاطرکې هم نه وای تېرشوي چې دابنده به يولوستی بنيادم وي، لوړې زده کړې به لري، فيلسوف اودکابل پوهنتون استادبه وي، اوپه پاريس کي به دهوگوپه کورکې اوسي .
ترسيميناروروسته موټيلفوني اړيکې لکه دپخواپه شان کمې خوژوندۍ وې ، څوکاله وروسته موبيادنوموړې ټولنې دامان الله خان په سيمينارکې سره وليدل اوپه زړه پورې بنډارموسره وکړ، يوځل يې بياله ډنمارک څخه ټيلفون راوکړ، اوړی و، گرمي وه اوپه ډنمارک کې دچکراومېلې ورځې شپې وې، خوشاله شوم چې ځه نو که خدای کول سره گوروبه، خواستادراته ويل چې داځل يې وخت کم واوخلاص شوی دی اوبل ځل چې بياراغی نوضروربه ماهم گوري، غوښتل يې زه خپلې وروستۍ چاپ شوې شعري ټولگې ورولېږم اوداستادله خولې چې لگيادی زماپرشعرکومه اوږده ليکنه کوي، خومرگی کله غواړي چې دچاټولې هيلې اوارمانونه پوره شي .
ترمړينې در څلور ورځې مخکې يې هم ټيلفون راکړی و، چې له بده مرغه زه پرکورنه وم اومېرمنې ته مې يې (چې داسداسماعيل دغه نوم هم هغې کلونه پخواله استادسره په خپله لومړنۍ ټيلفوني اړيکه کې پرې ايښی وځکه چې خواره کۍ نه خواسمايي غراونه اسمايي فيلسوف پېژانده اومايې هم دسمولوکوښښ ونه کړ)ويلي وچې بايدټيلفون وروکړم استاديوله هغوکسانوڅخه وچې زمامېرمنې به له [کورکې شته /کورکې نشته]وراېخواهم دوه ــ درې خبرې ورسره کولې اوبدې نه پرې
لگېدې داځکه چې استادبه دکورني ژونداوپه تېره بيادبچوپوښتنې گروېزنې ترې کولې اوداشی پرهره مورښه لگي، ماته څوواره مېرمنې ويلي چې دغه اسداسماعيل له موږسره په ټيلفون کې داسې چلن کوي لکه څوک چې چاته ډېرورنږدې وي، خبرې يې هم ميدانيانوته ورته کېږي هسې نه ستاسوڅه خپل مل وي اوماته نه وي ښکاره اوچې رښتياخبره وکړم داستادله مرگه مې هم تردغه دمه نده خبره کړې ځکه چې پوهېږم ډېره زياته به خپه شي . اوچې دمېرمنې له پيغام سره سم مې پرهماغه سباټيلفون وروکړ نواستادپرکورنه ومېرمنې يې ويل چې بهرتللی اودهمدغې ورځې پرسباو که پردابل سباچې يې دمرگي اوازراغی اوزماپرزړه يې دعمر عمرلپاره دغه اندېښنه را بارکړه چې استادبه څه ويل ؟.
داستاداروادې ښاده اويادونه تلپاتې وي