شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر چک‌پواینټ ځانمرګی برید شوی

شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر چک‌پواینټ ځانمرګی برید شوی


  • 1 کال دمخه (24/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 534

د خېبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د یوه ځانمرګي برید له کبله د یوه ملکي کس په ګډون درې پوځیان وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې پېښه نن د شمالي وزیرستان د دته‌خېلو سیمو کې د پوځیانو پر یوه چک‌پواینټ د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.

راپور کې راغلي، چې په دې ځانمرګي برید کې یو ملکي کس او درې پوځیان وژل شوي او دوه نور پوځیان ټپیان دي.

تراوسه د برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.