الف) استفاده (Usage):
په ټولنه کې د يوه فرد هر کار يا عمل که نور هېڅ درد دوا نه کړي، خو استفاده بايد ترې حتمي وشي.
مثلا زه چې ليکنې کوم، امکان لري چې زما د شهرت، نوم او مادي ګټو سبب وګرځي، خو تر دې ټولو ډېره مهمه دا ده، چې ولوستل شي. ان که يو تن يې هم لولي، خو مطالعه کېدل يې اړين دي.
دغه اصل يوازې زما تر ليکنو نه محدودېږي، بلکې له هر ډول عمل او کار څخه غېږه را تاووي. ليکنه يوازې بايد د لوست لپاره وشي. د سرک په غاړې د اوبو له بمبې څخه اوبه بايد وڅښل شي. د خدای رضا، د خان صاحب شهرت، نور او نور د بمبې دوهمي نتایج دي، اصلي نتيجه يې بايد د اوبو رسونه وي.
له يوه شي چې هېڅ استفاده نه کېږي، نشت يې ښه دی. اصلا له يوه شي نه استفاده، د هغه شي د نشت په معنا او مترادف هم دی.
ب) يو د يو لپاره (One For One):
په ټولنه کې هر فرد بايد د خپل يوه کار لپاره لږ تر لږه يو بل تن ټارګيټ او هدف کړي.
مثلا که زه په انګليسي او کمپيوټري برنامو پوهېږم، نو يو تن بايد هدف وګرځوم او پکار ده چې تر خپله وسه د ځان سطحې او لېول ته يې د را پورته کولو لپاره لاس په کار شم.
يا دا چې که زه يوه ډوډۍ لرم، خو بل نفر يې نه لري، نو د «ون فار ون» اصل له مخې، پکار ده چې زه خپله ډوډۍ له هغه سره نيمه کړم، چې په دې ډول به دوه کسان د لوږې له بلا وژغورل شي.
د دواړو اصولو عملي ګټې:
د لومړي اصل ګټه دا ده، چې له بې ګټې او لايعني کارونو زموږ وخت سپموي، د خپلو کارونو په افاديت سنجي کې کومک راسره کوي او په ګټورو او استفادې وړ کارونو کې مو بوختوي.
د دوهم اصل ګټه دا ده، چې د ټولنې په ابادي کې ټولو ته ونډه رسېږي او يو بامسوله ملت سازي ته لاره هواروي.
په دې اساس، که شل ميليونه کسان يوه، يوه ډوډۍ ولري او په دوی کې هر تن يو بل نفر ور ملګری کړي او خپله مړۍ ور نيمه کړي، نو په يوه وخت کې څلوېښت ميليونه کسان مړېدلی شي.
همداسې په يوه وخت کې څلوېښت ميليونه لوستي کسان، وطنپاله وګړي، دنده لرونکي افراد او مسووليت منونکی او باشعوره ملت منځته راځي.
دا دوه اصله، نه سياسي نظام ته اړتيا لري، نه اقتصادي ثبات غواړي، نه وطنپاله رهبران لازموي، نه خارجي مرستې؛ بلکې ما او تا ازمايي، چې يو بل ته د ګټې رسونې شعور لرو او که نه!
رحمت شاه فراز