د فلسطین د غزې په الاقصیَ روغتون باندې د اسرائیلو د نن سهار بریدونو کې ۷۴ عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د انډېپېنډېنټ ورځپاڼې د خبر له مخې، په دغه برېدونو کې څلور فلسطیني وګړي شهیدان شوي او ۷۰ نور زخمیان شوي دي.
خبر زیاتوي چې په روغتون کې د اورلګېدنې له امله د قربانیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
بلخوا اسرائیلو یاد برید تائید کړی او په خبره یې، په دغه روغتون کې یې د حماس یو مهم مرکز په نښه کړی دی.
پر ټولنیزو رسنیو بیا ددغه روغتون داسې وېډیوګانې نشر شوي چې د عامو وګړو سوځېدل پکې ترسترګو کېږي.