امریکا؛ درې افغان کډوال د یوه بل افغان د وژلو په تور نیول شوي

امریکا؛ درې افغان کډوال د یوه بل افغان د وژلو په تور نیول شوي


  • 2 کاله دمخه (14/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 599

سمسور (۲۴غبرګولی۱۴۰۱) د امریکا په ویرجینیا ایالت کې درې افغان کډوال د یوه بل افغان د وژلو په تور نیول شوي دي.

د راپورونو له‌مخې، درې افغان کډوال د شنبې په ماښام د ویرجینیا ایالت پولیسو له یوه پلورنځي څخه د قتل په تور نیولي دي. 

د مالوماتو پر بنسټ، وژل‌ شوی کس د خالد ناصري په نامه یو افغان کډوال و چې دریو نورو افغان کډوالو په چړو وهلی و.

٢٥ کلن خالد ناصري تر ټپي‌ کېدو وروسته روغتون ته وړل شوى او هلته مړ شوی و.

د ویرجینیا پولیسو د نیول‌شویو کسانو هویت په ډاګه کړی او ویلي یې دي چې نورزاد ناصري، همایون ناصري او جهادالله ناصري یې د قتل په تور نیولي دي.