اسلامي همکاریو سازمان: له افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکوو

اسلامي همکاریو سازمان: له افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکوو


  • 1 کال دمخه (07/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 568

د اسلامي همکاریو سازمان وايي،  چې دوی به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې  همکارۍ ته دوام ورکړي.

د یاد سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت تېره ورځ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر  امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې دوی له اسلامي امارت سره پر مثبت تعامل باور لري.

د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، امیرخان متقي په دې لیدنه کې ویلي چې دوی له اسلامي هيوادونو سره په فرهنګي، سياسي، اقتصادي او تعليمي برخو کې د اړيکو پياوړتيا او د مشترکو ګټو د تحقق او ګډو ننګونو ته د حل لارې موندلو په پار رغنده تعامل ته ځانګړی ارزښت ور کوي.

په دې لیدنه کې دغه راز په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت، اقتصادي پياوړتيا، له غيرقانوني وسله والو افرادو او مخدره موادو سره مبارزې، د اسلامي نړۍ له هيوادونو سره د افغانستان د اړيکو، هيواد ته د نړۍ د بېلابيلو هيوادونو د علماوو هیئت د وروستي سفر پر پایلو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.