له وتلي سندرغاړي هارون پاچا سره مرکه

له وتلي سندرغاړي هارون پاچا سره مرکه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سرخط
  • 3343

 تر څو چې له خپل کلتور سره سم حرکت و نه کړو، نه ښه کېږو!

د سرخط ورځپاڼې درنو، خوږو او راباندې ګرانو لوستونکيو! يوه غېږ سلامونه مې ومنئ. 
په دې تمه چې يوه بله اوونۍ به مو په خوند تېره شوې وي، دا دی دا اوونۍ درته له هارون پاچا سره راغلي يو. 
پوهېږو چې ستاسې به د ښاغلي پاچا غږ بېخي خوښ وي. ډېره هڅه به مو کړې وي چې د هغه د ژوند په اړه لا ډېر مالومات پيدا کړئ، نو په لاس به نه وي درغلي. دا دی موږ روغ رمټ پاچا له ځان سره راوستی او ستاسې لپاره مو غږولی دی. 
هارون پاچا کلونه وړاندې د صوابۍ په پينج‌پير کې زېدلی دی. ښوونځی يې همالته ويلی، په پوهنتون پسې پېښور ته تللی او له هغه ځايه له لوړو زده‌کړو سره بېرته راستون شوی دی. 
له ننه يوولس کاله وړاندې يې سندرې پيل کړې، لومړنۍ پيته يې په نولس سوه شپږ نوييم کال کې بازار ته راغلې او له هغه راهيسې يې د ميليونونو افغانانو زړونو ته لاره موندلې ده. 
ښاغلی پاچا دا مهال له وطنه لېرې، په پراګ کې اوسي؛ خو که غواړئ هر سهار يې جادوګر غږ واورئ، د مشال راډيو پر څپو پيدا کېږي. 
سرخط ورڅخه د مرکې په پيل کې، د موسيقي د پيل پر مهال، له کورنۍ سره د ستونزو په اړه پوښتلي دي.
 
پاچا: 
کلونه وړاندې چې زه په ښوونځي کوم، احساس مې وکړ چې هلکه سندرې ويلای شې.
په مکتب کې به چې کومې ترانې ويل کېدې، زه به حتما پکې شامل وم. زما د ښوونځي د وخت يو استاد راته ويل چې زه به دې د يو پروګرام لپاره ټلوېزيون ته بوځم، ما ورته وويل چې ما ته په کور کې دا اجازه نه شته. 
يو څه موده وروسته مې مشر ورور او ماماګانو زما په اړه مشوره وکړه، زما پلار يې په دې قانع کړ چې زه سندرې ووايم. 
دا چې زه په کور کې کشر يم، نو د ټولو هڅه به دا وه چې زده‌کړې دوامدارې وساتم. ما سره له دې چې د هنر ميدان ته راغلم، خپل تعليم هم روان وساته او دا هغه څه و چې له ما سره يې د کورني تاوتريخوالي اندازه کموله. 
ما ډېره وېره درلوده، خو برعکس زما د توقع خلاف اجازه راکړل شوه. راته وويل شول چې کولای شې کېسټ دې جوړ کړې او ټلوېزيون ته ولاړ شې. زه له دوی خوشاله يم چې زما د فن په مخ کې خنډ نه شول.
 
سرخط: تر اوسه مو د فلم لپاره سندره ويلې ده؟
 
پاچا: 
ما ته څو ځلې ويل شوي دي چې په فلم کې سندره ووايم؛ خو ځينې خبرې به وې چې ما ته به يې په فلم کې له سندرې ويلو زړه را توراوه. 
زموږ تکړه ملګري او موسيقار ماسټر علي حيدر يو ځل ما ته په يو فلم کې د ګډون بلنه راکړه. ده ويل چې د رحمت شاه سايل يو شعر ته يې کمپوز جوړ کړی دی او دوی غواړي چې دا فلم له نورو يو څه نوښت ولري. 
بيا ما په هغه فلم کې سندره وويله؛ خو کله چې راغی، زه پکې له سندرې ويلو چنداني راضي نه وم؛ ځکه چې زما څنګه هيله وه، هغسې و نه شوه. 
په پښتو فلمونو کې بايد د پښتنو رواياتو ته درناوی وشي او وپالل شي. 
دغه ستونزه په ډېرو فلمو کې راڅرګندېږي، که حل شي، زموږ نور ملګري به هم په فلم کې سندرې ويلو ته زړه ښه کړي.
 
سرخط: ځينې وايي، ډېری پښتانه سندرغاړي د شعر معيار ته نه ګوري، تاسې څنګه کوئ؟
پاچا: 
پر دې برخه زه هم نيوکې کوم. زموږ په موسيقي کې ډېر وخت هغو اقدارو او روياتو ته نه کتل کېږي چې زموږ خپل دي او بايد هېر نه شي. 
تر څو چې له خپل کلتور سره سم حرکت و نه کړو، نه ښه کېږو. په اوسنيو حالاتو کې چې پښتنو ته کومې ننګونې او ستونزې ورپېښې دي، بايد داسې شعرونه انتخاب شي چې د سولې او ورورولۍ تر څنګ، د خلکو هنري ذوق هم خړوب کړي. 
د يو سندرغاړي دا مسووليت دی چې خپل قام خبر کړي چې پر کومه روان يو! څه بايد وکړو! 
له دې هر څه سره-سره، د سندرو د فن معيار ته پام کول هم ضرور دي. زما په خيال هنرمند په خپل کار کې هله بريالی کېدای شي چې د هنر او ټولنې تر منځ توازن وساتلای شي. 
نن سبا د ډاډ وړ خبره ده چې زموږ په نويو شاعرانو کې ډېر خپلې ټولنې ته ژمن کسان دي. په انټرنيټ کې زه له ډېرو ښو شعرونو سره مخ کېږم. زه داسې شعر انتخابوم چې د امن پيغام ورکړي، ځکه موږ ډېرو جګړو ځپلي يو چې له هرې لارې کېږي بايد ځان د نېکمرغۍ پولو ته ورسوو. 
سرخط ورځپاڼه