د افغانستان سياسي فضا خړه پړه او له دوړو ډكه ده


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • الحاج فضل الله رشتين
  • 1328

د افغانستان د ولسمشرۍ د لومړي پړاو په ټاكنو كښې چې د 1388 كال د اسد په 29 نيټه تر سره شوى حامد كرزي د 55% رايو په كټلو بريالى شوى ؤ خو په انتخاباتو كښې د تقلب موضوع د هيواد سياسي فضا دومره توده او ګرمه كړه چې بين المللي ټولنه يى دى ته وهڅوله چې سمدستي مداخله وكړي او د ددى فضا د سړولو لپاره يوه چاره و سنجوي.
د امريكى د متحده ايالاتو په سنا كښې د بهرنيو اړيكو د كميټې رئيس جان كري كابل ته راغى ، حامد كرزى ته يې قناعت وركړ او هغه يى مجبور كړ چې دوهم پړاو ته د انتخاباتو كشول ومني. حامد كرزي دا خبره ومنله او دى ته حاضر شو چې د انتخاباتو په دوهم پړا كښې د عبدالله عبدالله په مقابل كې برخه واخلي او افغانستان د يو سياسي بحران څخه وژغوري.
خو د ولسمشرۍ څوكۍ ته كانديد داكټر عبدالله عبدالله نن دا اعلان وكړ چې د انتخاباتو په دوهم پړاو كښې به كډون ونكړي .له دىاعلان سره يو ځل بيا د افغانستان سياسي فضا خړه پړه او له دوړو ډكه شوه.
ډاكټر عبدالله عبدالله د هيواد د يوى سياسي څيرى په حيث كولاى شي او دا حق لري چې د انتخاباتو په دوهم پړاو كښې د كډون يا نه كډون په اړه خپل موقف څرګند كړي خو پوښته دلته دا ده چې د انتخاباتو په دوهم پړاو كښې دده نه كډون ، د افغانستان په سياسي استحكام كښې څه اثر درلودلى شي ، آيا دده نه كډون به د افغانستان او د افغانستان د خلكو په كټه وي او يا دا چې دده دا كار به زيان ورسوي ؟
د ولسمشرۍ څوكۍ ته د دوو محترمو كانديدانو حامد كرزي او داكټر عبدالله تر مينځ سياسي كشمكش د افغانستان د ملي وحدت لپاره تاوان رسوي . ددغه كشمكش د حل يواځنۍ لار په انتخاباتو كښې د دواړو كانديدانو برخه اخيستل دي. د انتخاباتو په نتيجه كښې به يو كټونكى او بل به يى بايلونكى وي , يو به رئيس جمهور شي او بل به يې د مخالف سياسي كوند د مشر په حيث پاتى وي ، د دواړو هدف بايد يو هدف وي او هغه د افغانستان او د افغانستان د خلكو خدمت دى.
امريكه او اروپايي هيوادونه په افغانستان كښې د سياسي استقرار غوښتونكى دي او دا سياسي استقرار په دى حساس وخت كښې ډير ضروري ګڼي.
دا استقرا په لاندې دلايلو غواړي.
1- ددوي پوځيان وژل كيږي ، د دى پوځيانو د وژل كيدو په خاطر حكومتونه تر فشار لاندې راځي .
2- امريكه او اروپايي هيوادونه اقتصادي ستونزى لري او نور نه شي كولاى په ملياردو ډالرې د افغانستان په جكړه كې ولكوي.
بين المللي ټولنه په دى پوهيږي چې كه څه هم د حامد كرزي حكومت ونه شو كړاى چې د اداري فساد ، امنيت ، د مخدره موادو د قاچاق ستونزې حل كړي بلكې د وخت په تيريدو سره دا ستونزې نورې هم زياتې شوې ،خو سره له دې بيا هم دوي دى نتيجې ته رسيدلي دي چې په اوس وخت كښې د ولسمشرۍ لپاره له حامد كرزي څخه بل مناسب شخصيت وجود نه لري .
يو شمير غربي دبلوماتان په دى اړه دا لاندې دلايل وړاندې كوي .
1- حامد كرزي د پښتنو قبائلو له حمايت څخه برخوردار دى. دى كولاى شي چې د دغو قبائلو په واسطه له طالبانو سره د سولى لپاره دخبرو آترو لارپرانيزي ، خو دده سيال عبدالله عبدالله له دغه امتياز څخه برخه من نه دى.
2- پښتانه د افغانستان د نفوس اكثريت تشكيلوي ، پښتانه د كرزي پلويان دي ، د ولسمشر لپاره د پښتنو حمايت حتمي او ضرري دى. كه ولسمشر د پښتنو له حمايت څخه برخوردار نه وي نو په هيواد كښې به د سولى راتلل له ستونزو سره مخامخ وي.
3- عبدالله عبدالله نيمه پښتون دى خو دى د تاجكانو له حمايت څخه برخوردار دى ، ځكه چې دى د شهيد احمد شاه مسعود د سنګر ملګرى دى او شهيد احمد شاه مسعود د طالبانو خلاف دجكړې مخ كښ سالار ؤ.كه عبدالله عبدالله د افغانستان ولسمشر شي نو له طالبانو سره به جكړه دوامداره شي او دا هغه څه دي چې د اوباما په نوې ستراتيژۍ كښې ورته ځاى نه دى وركړ شوى. د اوباما په ستراتيژۍ كښې په دى خبره تاكيد شوى چې له هغو طالبانو سره دى مذاكره وشي چې له القاعدى سره مفكوروي يا عقيدوي اړيكى نه لري .
4- په دى حساس وخت كښې د افغانستان سياسي قيادت ته تغير وركول د هيچا په كټه نه تماميږي . د افغانستان سياسي وضع ډيره خطر ناكه او كړكيچنه ده، په دى حساس تاريخي دور كښې د كرزي پر ځاى د بل كوم چا په باره كې فكر كول به اوضاع نوره هم كړكيچنه كړي او دى حد ته به يى ورسوي چې بيا به يى څوك كنترولولى نه شي.
ځيني غربي مسؤلين دا خبره كوي چې كه حامد كرزي د راتلونكو پنځو كالو لپاره بيا د افغانستان ولسمشر په حيث وټاكل شي نو دى بايد دى لاندنيو مهمو ټكو ته توجه وكړي:
د يو داسې قوي حكومت جوړول چې د امريكى او بين المللي ټولنې د يو شريك په حيث د افغانستان د ستونزو د حل لپاره قابليت ، اهليت او صلاحيت ولري.
دا سى حكومت چې امريكه او بين المللي ټولنه ورباندى اعتماد ولري .
داسې حكومت چې بين المللي ټولنې ته قناعت وركړي چې وكولاى شي اداري فساد د له مينځه يوسي ، داسى حكومت چې وكولاى شي په هيواد كښې امنيت تامين كړي .
داسې حكومت چې وكولاى شي د مخدره موادو د تجارت او قاچاق د محو كولو لپاره ټينګ او فوري اقدامات وكړي..
داسې حكومت چې له مخالفينو سره د سولى خبرې پيل او په سياسي پروسه كې يى له ځان سره شريك كړي.
د افغانستان په سياسي خړه پړه او له دوړو ډكه فضا كښې د خلكو لپاره تنفس كول ډير مشكل شوى دى ، دا فضا بايد پاكه او صفا شي ، په دى فضا كښې بايد د تفاهم عطر وشيندل شي چې خوشبويي يى د خلكو سپيږمو ته ورسي.