دشت برچي کې پرونۍ چاودنې دوه تنه وژلي

دشت برچي کې پرونۍ چاودنې دوه تنه وژلي


  • 6 مياشتي دمخه (12/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 324

د کابل ښار اتلسمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د تېرې ورځې د چاودنې له کبله دوه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران وايي، چې چاودنه د یو سوداګریز مارکېټ مخې ته د لاسي بم له کبله شوې ده.

نوموړي ویلي، امنیتي ځواکونه په ټول توان هڅه کوي چې د پېښې عاملین پیدا کړي.

لاهم  یادې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې روانه اوونۍ په کابل کې درې چاودنې شوې، چې د یوې چاودنې مسوولیت داعش ډلې منلی دی.