خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
سمسور (پنجشنبه د مرغومي۳۰) د ايران ولسمشر ابراهيم ریيسي وايي، چې په افغانستان کې د ثبات او امنيت يوازينۍ لار د ټولو قومونو په شتون کې د يوه ټول شموله حکومت جوړل دي.
د ایران اطلاعاتي ادارو لیکلي، چې دواړو لوریو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.
ایران تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه.
ابراهیم رییسي د روسیې ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي، چې په سوریه کې د ایران-روسیې د ترهګرۍ پر وړاندې د همکارۍ له بریالۍ تجربې په افغانستان کې هم ګټه اخیستلی شي.
شاوخوا شپږ میاشتې تېرېږي خو لا هم د طالبانو حکومت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نهدی پېژندل شوی.