له قطري چارواکو سره د ملا محمد یعقوب مجاهد لیدنه

له قطري چارواکو سره د ملا محمد یعقوب مجاهد لیدنه


  • 8 مياشتي دمخه (05/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 317

 

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د قطر له مرستیال امیر سره دلیدنې ترڅنګ هلته په نړيول دفاعي نند‍ارتون کې ګډون وکړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دغه کتنه کې همداراز د قطر د دفاع وزیر، رئیس ارکان او د ګڼو نورو هېوادونو دفاع وزیرانو هم برخه درلوده.

سرچینې زیاته کړې، په کتنه کې دواړو لوریو د هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې چې مولوي یعقوب دغه راز هلته ک د وسلو له نړيوال نندارتون (ډيمډکس) څخه ليدنه وکړه.

په ياد نندراتون کې د مختلفو نړیوالو شرکتونو له لوري ځمکني، هوایي او بحري نظامي وسايل او وسايط نندارې ته اېښودل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وړمه ورځ د «دیمدیکس دفاعي نندارتون» کې د ګډون په هدف قطر ته سفر کړی وو.