د ایران په کرمان کې یو ایراني پوځي پر خپلو ملګرو ډزې کړې او ۵ تنه یې وژلي دي.
د ایران پوځي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ د کرمان ښار په یو پوځي مرکز کې شوې ده.
پوځ زیاته کړې، چې قاتل یې نن سهار نیولی او د پېښې انګېزه لا نه ده معلومه.
د سرچینې په خبره، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې قاتل سرتېری د خپلو ملګرو د ارام خونې ته ور ننوتی او ډزې یې پرې کړې دي.
ایراني چارواکي وایي، د پېښې په تړاو یې هر اړخیزې څېړنې پیل کړې دي.