راتلونکې جمعه د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې د لغوه کولو پر غوښتنلیک غور کېږي

راتلونکې جمعه د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې د لغوه کولو پر غوښتنلیک غور کېږي


  • 1 کال دمخه (27/11/2023)
  • شریف ولي‌زاد
  • 473

پاکستانۍ ډان ورځپاڼي لیکلي، د پاکستان ستره محکمه راتلونکې جمعه د ډسمبر په لومړۍ نېټه د هغه عریضې په اړه غونډه کوي چي، له دې هیواد څخه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې پر ضد ثبت شوې ده.

ستري محکمې د دې غونډې له پاره د سردار طارق مسعود په مشرۍ د یحیی افریدي او عایشه ملک په ګډون یو پلاوی ټاکلی دی.

دا عریضه نژدې ۱۰ ورځې مخکې د پاکستان یو شمېر سياسي مشرانو، د بشري حقونو فعالانو او ګڼو نورو د پاکستان د لنډمهالي حکومت د هغه پرېکړي پر ضد ثبت کړه، چي هلته مېشت افغانان په زوره له دې هیواد څخه باسي.

که څه هم سترې محکمې دا عریضه د قانوني او ټولنیز ارزښت نه‌ لرلو له امله رد کړې وه، خو یوه اوونۍ وړاندې د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ پر ایکس‌ پاڼه لیکلي و چي د سترې محکمې له قاضي یحیی افریدي سره یې په لیدنه کي د افغانانو د ایستلو د بهیر د بندولو غوښتنه کړې او ستري محکمې د دوی د عریضې په اړه د بحث ژمنه ورسره کړې ده.