د مذاکراتو بیا پیل؛ د سولې مرکچي‌پلاوي ځینې غړي‌به دوه ورځې‌وروسته دوحې‌ته‌ ولاړ شي.

د مذاکراتو بیا پیل؛ د سولې مرکچي‌پلاوي ځینې غړي‌به دوه ورځې‌وروسته دوحې‌ته‌ ولاړ شي.


  • 3 کاله دمخه (30/05/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1340

له شاوخوا یو میاشتني ځنډ وروسته ټاکل شوې، چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو ترمنځ مذاکرات بیا پیل شي.

د افغان سولې مرکچي پلاوي غړي نادر نادري‌ویلي، ټاکل‌شوې ده، چې ددغه‌پلاوي ځينې غړي د دوشنبې او یا‌هم سې شنبې په ورځ دوحې‌ته ولاړ شي.

هغه زیاته کړې، په لومړي سر کې پتیل شوې ده، چې د جمهوریت‌مرکچي پلاوی‌اته تر لسو تنو لپاره دوحې‌ته ولاړ شي.
نوموړی په دې باور دی، طالبان به د ترکیې په کنفرانس کې د معنی داره ګډون لپاره چمتو نه شي، چې له همدې کبله به په دوحه کې مذاکرات ډېر وخت ونیسي.
خو له بلې خوا طالبان دا خبرې بې‌بنسټه بولي او  په دوحه کې د مذاکراتو د دوام لپاره د دوی د چمتووالي خبره کوي.