د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو لهخوا د کندهار، هرات او لښکرګاه ښارونو د نیولو پلان شنډ شوی دی.
د دې وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن رسنیو ته ویلي، چې اوسمهال افغان ځواکونه په یادو ښارونو کې شتون لري او ګزمو ته یې دوام ورکړی دی.
ښاغلي ستانکزي ویلي، چې دا مهال د یادو ولایتونو امنیتي وضعیت به نسبي ډول ښه شوی دی او زیاتوي، چې طالبانو د افغان ځواکونو لهلوري درانه تلفات لیدلي دي.
د کندهار، هرات او لښکرګاه ښارونه په دې وروستیو کې د سختو جګړو شاهدان و چې د چارواکو په وینا د طالبانو بریدونه یې په شا تمبولي دي.
ورته مهال بیا نن د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکو په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر وخت لښکرګاه ښار کې د اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده.
یادو اوسېدونکو له طالبانو غوښتي، چې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږي او له افغان دولت سره د سولې خبرو ته د دوام ورکړي.
د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال یاد خبر ورکوي چې د چارواکو په وینا اوسمهال په ګڼو ولایتونو کې د وسلهوالو طالبانو له شتون څخه د پاکولو په موخه پراخ ځمکني او هوایي عملیات پیل شوي، چې ډېر ژر به نیول شوې سیمې له یادې ډلې بېرته ونیسي.