درنه کوټه او درنې لارې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بازمحمد عابد
  • 980

- پام کوه چې دې کوټې ته بيا قدم وانه خلې،  دا کوټه درنه ده چې د کومې بلا سيوری درباندې ونه شي.
دا خبره مې نيکه هغه وخت  زماکشر کاکا ته کوله چې زه به ايله د دولس  ديارلس کلونو وم.. له هماغې ورځې نه مې د دې کوټې په هکله په ذهن کې بلا پوښتنې پيدا شوې وې.. کله چې به مې له نيا نه د دې کوټې په هکله پوښتنه وکړه هغې به ځان ناګاره واچاوه او چې زما پوښتنې به يو پر بل پسې شوې نو نيا به مې راته وويل:
- ورکه دې شي بچيه! په دې  کوټه دې تندر راپريوزي، د دې کوټې په هکله ډېرې پوښتنې مه کوه. دا کوټه درنه ده.
دا زموږ  په کلا کې يوازينۍ کوټه وه چې  دنورو کوټو په سر  د دالان په بر سر کې جوړه شوې وه او موږ به  ورته بالاخانه ويله. چې دوه لورو ته يې د ښيښو کړکۍ هم لګيدلې وې چې اشه دارې  به مو ورته ويلې.  دا کړکۍ يوه د کور د انګړ لور او بله يې د شنو کروندو لورته لګيدلې وې. دا کوټه به اکثر  وخت بنده وه. زه  مې څو وارې له مور سره دې کوټې ته ننوتی وم. له کوټې نه به دباندې کروندې تر ډېره ښکاريدې او مابه د دې نندارې نه ډېره مزه اخيسته. په زړه کې به مې راوګرځيدل چې کاش کې  دا کوټه زما وای. يوه ورځ چې مې له مور سره دې کوټې ته ننوتم نو له واره مې ترينه پوښتنه وکړه  چې دا بابا مې ولې کاکا ته ويلې چې په دې کوټه کې د بلا سيوری دی؟ دلته خو ماته د هيڅ شي سيوری نه ښکاري. خو مور مې هم راته د نيا په څير هاغه غر او دغه غر ويشتلی و.  دې کوټې ته به هر وخت تور کلپ لګيدلې و. ډيره به نه پرانستل کيده.
زه چې کله نهم ټولګي ته کامياب شوم، هاغه وخت زموږ په کلي کې ليسه نه وه، د نورو زده کړو له پاره به ښار ته تلم. دا نو زما د زلميتوب د مستۍ شپې ورځې وې. يوه ورځ چې له ښوونځي نه رخصت شوم ، له نورو ټولګيوالو سره سينيما ته لاړم.  په سينيما کې داسې فلم چليده چې په ارواوو جوړ و. ډېرې ويروونکي صحنې په کې وې. کله به د انسان يوازې کوپړۍ خبرې کولې او کله به يو اسکليټ له خاورو راپورته شو او ملکونه به يې ورانول له سينيما نه چې  راووتم، نو وپوهيدم چې پوره راباندې ناوخته شوی دی. په منډه منډه مې ځان د کلي  د موټروهډې ته ورساوه. له ډېر ځنډ وروسته يو موټر پيدا شو چې لاندې باندې له سپرليو ډک شو او تر هغې چې کلي ته رسيدو نو  د ماخوستن لمونځونه شوي وو. د ولسوالۍ په عمومي سرک ډېر لوی او واړه کلي پراته دي، په موټر کې ناستو کسانو کې به چې د چا کلی راورسيده، هغه به له موټر نه ښکته شو او خپله مخه به يې ونيوله. تر هغې چې زه د خپل کلي لارې ته رسيدم، په موټر کې څلور، پنځه کسان  پاتې وو.
کله چې زه د خپل کلي له لارې سره له موټر نه ښکته شوم، او دکلي لارې ته چې د ګنيو د کروندې په منځ کې وتلې وه، روان شوم، نو يو دم مې په زړه ساړه ننوتل، ويښتان مې زيږ شول او پښې مې سستې شوې. د دې لارې په هکله مې له بيلا بيلو کسانو اوريدلي وو چې پيری کله له ځانه پيشو جوړوي، کله چرګه او کله هم اوزه. بس شش کليمې مې په ځان چوف کړې، څپلۍ مې له پښو  وايستلې او په توده منډه مې د ګنيو  له کروندې نه ځان وايست او د  ملک صاحب په هغه ديره ورګډ شوم، چې  په هره ونه کې يې د کلي مشرانو په لسګونو ځلې پيری ليدلی  او هر يو يې په لسګونو ځلې ځورولی هم  و. دلته مې پښو ته نور زور هم ورکړ، تپه تياره وه، د ديرې  ونو دا تياره لا پسې ډېره کړې وه، د يوې ونې له ډډ سره په منډه تيريدم چې په څټ مې يوه درنه څپيړه وخوړه.  له څپيړې سره سم پر ځمکه راولويدم او درې څلور ملاقه مې وخوړل. څپلۍ مې هم له لاسونو لويدلې وې، د څپليو په کيسه کې نه شوم، راوړلاړ شوم او بيا مې يادمولا کړل. له ديرې نه چې په وتو کې وم چې په خيټه  مې يوه مزبوته لغته وخوړه او بيا پر ځمکه راپريوتم، دا ځل نو سم وهل شوی وم.، په سختۍ سره راپورته شوم او بيا مې په توده منډه د کور لوری ونيو.
کور ته چې ورسيدم، و مې ليدل چې ټول کور مې پريشانه کړی و، مور مې په دواړو مخونو اول ښکل کړم او بيا يې راته ښې  ستغې سپورې وکړې. ډوډۍ مې زړه ته نه کيده، نيغ لاړم او خپل کټ کې و غځيدم. سهار لمرخاته چې له خوبه راپورته شوم، نو د خيټې  د برزو درد مې محسوس کړ، ومې وليدل چې د نامه د غوټۍ شاوخوا مې تکه شنه شوې وه. خو سټ مې درد نه کاوه. له کټه پورته شوم او چې څو قدمه مې واخيستل، نو د ښي پښې  د غټې ګوتې په درد پوه شوم. څپلۍ مې راته يادې شوې چې په ديره کې راڅخه پاتې شوې وې. چپلکۍ مې پښو ته واچولې او د ديرې په لور وخوځيدم. څپلۍ مې د هغې ونې سره نيږدې وموندلې چې زه په څپيړه وهل شوی وم. فکر کې لاړم. له ځانه سره مې وويل چې د پيري له ما سره څه سپږه مړه وه چې  بيګا يې ووهلم؟  شاو خوا مې وکتل، د ونې يوې پلې ته مې پام واوښت چې څه کم په يوه متر فاصله کې د ونې له ډډ څخه راوتې وه. يو دم ذهن ته راغلل چې  کيدای شي دلته مې پښه نښتي وي، او راوليدلی يم. ورسره سم مې دا هم خيال ته راغلل چې که دلته لويدلې يم ، نو په خيټه دا لغته چا راکړه؟ د ديرې سره خوا کې ميداني ته مې وکتل چې د مالونو اخور په کې جوړ و او څو ځايه يې د مال د تړلو له پاره سټې ټک وهلې وې. ورغلم او د ټک وهل شوې سټې سره جوخت ودريدم. د سټې لوړوالی دومره و چې زما د نامه غوټۍ ته رارسيده. په زړه کې خوشحاله شوم. چې د بيګانۍ پيښې واقعيت راته څرګند شو. د سهار چايو ته مې هم زړه شو، د کورپه لور لاړم. څنګه چې د چای خوړلو کوټې ته ننوتم، نو پلار مې  په خپل کشر ورور سترګې راايستلي وې او ښې سپکې سپورې يې ورته کولې. ما مې چې کا کا ته وليدل ، سترګې يې په دسترخوان  کې ګنډلې وې او هيڅ يې نه ويل. ماته بلا سوالونه پيدا شول چې پلار مې ولې کاکا ته دومره ستغې سپورې وايي. اخر څه يې کړي دي. زه لا په همدې چرت کې تللی وم چې پلار مې وويل:
- ګوره ، نن زه خبر شوم، خو ويريږم چې سباته به ټول کلی خبر شي. د کلي له سيالۍ به مې وباسې.  او دا دې ړومبی ځل نه دی، څو ځلې دې  د بالا خانې کلپ مات کړی دی،  کله دې  ګوړه، کله دې وريجې او کله دې هم غنم په پټه له کوره ايستلي دي او په شاه ګلي هټۍ وال دې خرڅ کړي دي.