ټرمپ ته د قطر ډالۍ شوې الوتکه؛  امريکا کې يې منل او نه منل جنجالي شوي

ټرمپ ته د قطر ډالۍ شوې الوتکه؛ امريکا کې يې منل او نه منل جنجالي شوي


  • 2 اونۍ دمخه (22/05/2025)
  • 49

ورورسته له هغې چې د قطر امیر ټرمپ ته د ۴۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت الوتکه ډالۍ کړه، د دغه هېواد سنا مجلس د ټرمپ لپاره د دغې ډالۍ منل ځنډولي دي.

ياد‌ مجلس ويلي، پنټاګون ته به اجازه ورنکړي چې د بهرني هېواد ډالۍ شوې الوتکه د ټرمپ لپاره د سفر په توګه وکاروي.

که څه هم ټرمپ د دغې ډالۍ نه منل لېونتوب ګڼلی وو، خو هلته بیا داسې اندېښنې هم موجودې دي چې دغه الوتکه تخنکي ستونزې ونلري.

د يادونې ده چې د قطر امیر ويلي، دغه ډالۍ کومه سیاسي موخه نلري‌