سمسور نیوز (۱۷تله۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی په ورځني ډول له افغانستان څخه ۴۰۰ لارۍ تازه پیاز او رومیان واردوي.
نوموړي همداشان ویلي، چې د وروستیو سختو سېلابونو له کبله د پاکستان اقتصاد ځپلی شوی او کورني محصولات یې په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان ته د پیازو او رومیانو د صادراتو له زیاتېدو وروسته، په کور دننه د پیازو او رومیانو بیې په بې سارې ډول لوړې شوې دي.