اتل شاعر


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ضياالرحمن حسرت
  • 2016

 اتل دغمونواودردونوپروړاندې دهغه كړېدلي  انسان نوم دى چې دژوندپه لالهانده اونااعتباره بېړۍ كې يې دستړياوو،دردونو،غمونواوناهيليوتراخه زهروته دارمانونودپوره كېدا دشاتوپه تمه شونډې وړاندې كړي،كلونه كلونه يې دخوږوپه تمه داميدغوټۍ ښكلولې،خوسپړل شوې نه دي،ديوه ناهيلي ماليار په څېريې تل دخپل ګلبڼ مړاوواورژېدلوګلانو وجودته سلګۍ وهلي اودزړګي بلبل يې دخپلې معشوقې ګلاب، بېلتون ته لپې لپې اوښكې تويې كړې دي،درنځورزړګي رنځونوته يې كلونه كلونه هم درغېدودرمل پيدانه شو،لايې دخپلوارمانونودنيا نه وه ودانه كړې چې دپايښت ستايواله اودخوشحاليوترجمانه دزړګي دخوشحاليو ملكه يې درنځورۍ زولنووتړله،اتل لاهم دژوند دغوناخوالو سره په مبارزه كې بوخت ؤ،چې دهيلوغوټۍ يې وسپړېدې،فرهادي عزم يې دبهستون په سوري كولوسره دشيرينۍ مينه خپله كړه،نقيب احمد((اتل))لادمينې ښاپېرۍ سره دقاف كيسې كولې چې دموربي بي له عظيمې غېږې څخه بې برخې شواودمرګي ترابان يې  دمورسيورى له سره لرې كړ،ده فكركاوه چې نوربه دمرګي ديوان يې په غمونوماړه شوي وي خوداستادناګارپروينا:

سترګې مو لاوچې داقصى له سترماتم نه وې
بيا پربل چنګېز وخت اوزمان راسره وژړل
اتل په خپله هره مصرع اوهربيت كې دژوندله ناخوالواوبې كسۍ څخه ژاړي،دخوښيواوهوساينې په اړه يې دزړه ډاډ په هيڅ ډول دشعرپه لمن كې نه ليدل كېږي،نوپرهمدې اساس ويلى شوچې اتل دزورېدلي ملت هغه زورېدلى اودردېدلى لوى شوى ځوان دى  چې دشعر هره كليمه يې ديوه مظلوم اوناهيلي انسان دغوښتنوترجماني كوي،شاعري يې خورا ساده دشعراوادب له خوږوبرخمنه ،د فنونو په خم کې رنګينه شوې ده،  يونيم ځاى په كې شعري فورمونه هم ذكر شوي دي چې ددې ډول شاعرۍ پنځول دده پرلوړاستعداد باندې دلالت كوي،شعريې خورا خوندوراوزړه راښكونكى دى،لوستونكي يې په لوستلوهيڅ ډول ستړيا نه محسوسوي اوكه دده شاعري دهمده اويا هم دكوم بل ترنم كوونكي په سوزنده اوخواږه غږ كې واورېدل شي،نوبېشكه چې ډېركاڼي زړونه به هم وژړوي.
 اتل لا دارمانونوددنيا غمونوسره خداى په اماني نه وه كړې، چې دهيلوغوټۍ يې هم ورژېده اود جانان سور شال يې هم دلحد سپين رنګ خپل کړ،دامهال اتل يوازې ديوه مهربانه اوډاډمن پلارترسيوري لاندې شپې اوورځې تېرولې،بې موره اتل لكه مات وزرې مرغۍ چې هرې خواته دهيلوسترګې غړولې،دوزرونوپرهرونوبه يې له خولې څړيكه راوويستله،څړيكې يې لامترنمې شوې نه وې چې دمرګي بي باون يې پر کور بل بريد وكړ،دغم په تېروغشيويې په سينه وويشته اوپلاريې هم دبېلتون په لوى اونه خلاصېدونكي سفرلاړ.
دكږلېچونوهمدا مزلونه ووچې اتل يې دسوزوګدازپريوه داسې خوږ لحنه بلبل بدل كړ،چې دغږ ازانګې يې دزړونو په ناونو کې بدرګه شوې،زخمي زړونوته يې دمرهم بڼه غوره كړه اوپه خپل مترنم غږ يې مينواوغمجنو زړونوته لاره پيداكړه.
له نن نه شاوخوا درې څلور کاله وړاندې ما به چې هركله دكليدراديواورېدله نوترخبري سرويسه وروسته مې دترنم ماښام خپرونه اورېده ، دې خپرونې په ننګرهاركې  دكليد راډيولپاره خوراډېراورېدونكي پيداكړي وو،داخپرونه هم دښاغلي اونازولي اتل په كوربه توب خپرېدله چې ډېرى ترنمونه به دښاغلي سراجي،جعفر((الماس))اوپه خپله داتل صاحب وو،دده هرترنم به ددردونواوسوزونوترجماني كوله،په خپل معجز غږ به يې ويده زړونه په خوځښت راوستل اودكيف مالګه به يې پرې ودوړوله.

څه مستۍ وې شورماشورؤټنګ ټكورؤ
څه توده وه څه خوږه وه ددسمال شپه
څومره مينه وه ګيلې وې اوكيسې وې
څه په منډه منډه لاړه دوصال شپه

دغه مهال نازولى اتل يوازې دخپل رب جل جلاله دربارته دهيلوسترګې نيولې وې اونوريې دسرسيوري شتون نه درلود،نوځكه يې شاعري هم سوزنده،دردونكې دناهيليواوپرهرژلودردونوجرس دى .
دپښتوكلاسيكې يامنځنۍ دورې پياوړي اونازكخياله شاعر عبدالحميد((مومند))خوهسې شعر ته دزخمي زړه دخوناب پېژند نه دى كړى،دشعر يوښه پېژند هم همدا كېداى شي چې شعر دزخمي زړه خوناب دى اوهسې الفاظ نه دي چې څوك يې له خولې څخه وباسي،هرڅه ديوې اغېزې پربنسټ پنځول كېږي،اى كاش چې نازولي اتل په خپل ژوندكې داناخوالي نه واى ليدلى چې داشاعري يې هم دومره سوزنده نه وى.
حسن دى ستا د پېغلتوب ملګرى
غم دى زما د زلميتوب ملګرى
زه تورې شپې په شوګيرو رڼوم
تاسره دى د ځوانۍ خوب ملګرى

ستا له مالت نه چې راتلم ژړېدم
بېنوا راغلم دردېدم ژړېدم
هغه ساعت مې هيڅ له ياد نه وځي
ګرانې له تا چې بېلېدم ژړېدم

پورتنيو بيتونوته ورته ډېرنوربيتونه شته چې داتل په اتله شاعرۍ کې ليدل کېږي، چې كه دلته يې زه له هرډول اوهرې بېلګې څخه يادونه وكړم نوكېداى شي چې موضوع راڅخه ډېره اوږده شي.
څړيكې وهي مات زړه مې هغه پسې نارې وهـي
درد دې راته پرېښوده درمان دې رانه واخيسته

داتل دزړه دجرس غږونه دده په يوه خوږه ټپيزه كې لولوچې دنيستۍ اوبې كسۍ په ويركې دسترګونرګس هم مړاوي كړي اوپه چغوچغوداسې له بې كسۍ څخه ژاړي:
ګرانه جانانه!غريبي ده
ژوندون دى ګران عبث خواري ده
څه وكړم ډېره بې وسي ده
يوخوانيستي بل بې كسي ده
نيستي خوښه ده بې كسي مې ژړوينه

 
داتل دغمونودداستان يوه بله بېلګه داسې لولو:

مړې مړې اوښكې تويوه راپسې ژاړه
نورمې كډه له نيمګړې دنيا لاړه
لاس دې راكړه خداى په امان زه درنه ځمه
خپــل مــــرګي ته يم ولاړ د ګور پـر غـــاړه

ښاغلي اتل دخپلې مورارمانونودخاورې كېدوپه ويركې دزړه قمري دا ډول چغوي:
چې دژوندښايسته كعبه ده مورمې نه شته
څه بې خونده زمانه ده مورمې نه شته
وخت رقم رقم كانې راباندې وكړې
نا اشناغوندې كيسه ده مورمې نه شته
اوس مې ټوله زندګي په غم لړلې
چې دغم راباندې شپه ده مورمې نه شته
چې ژوندۍ وه په دعايې ښاداوياد وم
اوس دژوندتللې مزه ده مورمې نه شته
اتل چغې وهي مورې!مورې! څه شوې؟
مورمې مړه ده مورمې مړه ده مورمې نه شته

داتل دې سوزندې شاعرۍ خوزمادزړه هغه ټكورشوي پرهرونه بيا تازه كړل چې دخپلې زهيرې،ستايوالې،ارمانجنې اومهربانې مورپه مړينه مې زړه پرې ژوبل شوى ؤ،دده دزړه هره چيغه مې دخپل زړه چيغه احساس كړه اوداسې مې وګڼله چې داټوله شاعري په تېره داوروستى شعر يې چې خپلې مورجانې ته يې ليكلى دى، لكه چې زما دزړه په غوښتنه شوې وي.
شعر هغه دى چې داحساس،عاطفې،تخيل او پيغام اهنګين تړون ولري نو قضاوت تاسې ته پرېږدم چې داتل دا اتله شاعري څنګه له دې جوهره لرې پاتې کېداى شي؟دشعريت ټوله پانګه په دې شاعرۍ کې موجوده ده او تر ټولو لويه ځانګړنه يې دا چې اغېز يې ډېر تېز دى او ژرلوستونکي او اورېدونکي تر اغېز لاندې راولي.
نور نو دا تاسې او دا مو داتل انسان دا اتلولي.