پښتون شاعر عبدالرحيم مجذوب

پښتون شاعر عبدالرحيم مجذوب


  • 3 کاله دمخه (23/10/2021)
  • جاوید مسرور
  • 1807

د پښتو ژبې، ادبي، فرهنګي، سياسي او حماسي ‌تاريخ په نړۍ کې خورا پخوانی دی؛ د نړۍ زياتو تاريخ پوهانو پښتانه څېړلي، کړنې يې ورته کتابي کړي او تاريخونه يې ورته خوندي کړي دي.

د پښتنو په ذکاوت، شجاعت، مېړانې، مېلمه پالنې او زړورتيا کې هېڅ شک نشته دی؛ يوازې بې اتفاقۍ، د يو او بل نه منلو، رخې او بې ځايه غیرت پښتانه پڅ، خوار او د سيالانو له کتاره شاته پریښي دي.

 خوشال خان بابا ‌۴۰۰ سوه کاله پخوا د پښتنو له بې اتفاقۍ، غفلت، بې ځايه دښمنۍ، سرتمبګۍ او ناغېړيو څخه سر ټکولی او ډېر ځله يې له ‌خپلو‌ پښتنو شکایتونه کړي دي.

 

پښتانه که ادم زاد دي

په خویونو کې هناد دي

چې په دغو کې یو ښه شي

د هغه د سر جلاد دي

نه د پلار په ویل کار کا

نه په نغوته د استاد دي

***

اتفاق په پښتانه کې پيدا نه شو 

کنه مابه د مغل ګريوان پاره کړ 

 

 

موږ پښتانه تل په خپله پښتنه کورنۍ کې د خوشال بابا، رحمان بابا، حمزه بابا، ملنګ جان بابا او ...،  د نورو نامتو شخصيتونو د تشې ارمان کوو؛ مګر په ژوندوني د پورته ياد شوو شخصیتونو په ‌لار‌ روان د درنو  اشخاص کړنې او قربانۍ ‌ناديده ګڼو، په ژوند يې نه ملاتړ کوو او نه يې د فکر پالنې او فکري تقویې لپاره زمينه سازي کوو.

ښاغلی عبدالرحيم مجذوب هم د پښتنو له ټبره د ګوتو په شمار له ‌څو هستیو څخه يو و، چې تازه يې د ژوند ‌پور پرې کړ او د ابد پر لور روان شو.

انا لله وانا الیه راجعون

 

عبدالرحيم مجذوب څوک و؟

 

د پښتو معاصر منظوم ادب مخکښ شاعر او لیکوال عبدالرحیم مجذوب د پښتونخوا د لکي مروت سيمې اوسېدونکی و.

عبدالرحیم مجذوب په پښتو ادب کې جدیده، افاقي او هر اړخیزه شاعري کړې ده. 

مجذوب یوازې شاعر نه بلکې یو عالم انسان هم وو.

 عبدالرحيم مجذوب د  خانانو په کورنۍ کې زېږېدلی دی، لسم ټولګی يې د سرای نورنګ نه پاس کړی، دولسم يې د ډېره اسماعيل خان او څوارلسم يې د پېښور اسلاميه کالج او بيا يې د پېښور پوهنتون د لا کالج څخه د وکالت ډګري ترلاسه کړې وه.

 تازه د نامتو شاعر ‌ښاغلي مجذوب د مړينې خبر خپور شو، چې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي سربېره  د سيمې ګڼو شخصيتونو يې پر مړينه خواشيني څرګنده کړې ده او د نوموړي کړنې يې ستايلي دي.

 

 د مجذوب د شاعرۍ بېلګې:

 

 بې وسي د قناعت په معنا پوی کړم

نه د چا منت راباندې نه احسان شته

***

 

‏ته خو روان شوې، په مجذوب دې خاورې واړولې

ستا انتظار به تر قيامته کړم اشنا په قبر

***

 

تم شه ګله اوښکې مې لا تم نۀ دي

لا خو مې کتلي درته سم نۀ دي

 

ښکلي چې ما وګوري، مسکا کوي

زه به لېونی یمه، دوی ګرم نۀ دي

 

غم د جدايي په زړه غلبېل کړمه 

دا شانې سيخونه خو د زغم نۀ دي

 

پوی دي د مجذوب په زړګي پوی دي ښه 

ښکلي که وليان نۀ دي څه کم نۀ دي

 

 

استاد اسدالله غضنفر یې په اړه یو ځای کې لیکلي دي: غني خان که د پاچاخان زوی نه وای او ټکر یې شعرونه سندرې کړې نه وای؛ اوس به دی هم لکه عبدالرحیم مجذوب ډېرو نه پېژندلو.

 وایي دواړه ګړدودیز شاعران دي.

اروښاد مجذوب صاحب هم خپله ځان ته تر حمزه بابا او قلندر مومند په غزل کې درېیم مقام ځان ته ورکړی دی.

وایي:

وایي قلندر چې غزل چرته ده؟

ښه وایي مجذوب ته غزل پاتې ده

 

شاعر او لیکوال عبدالرحیم مجذوب د ۸۷ کالو په عمر خیبر پښتونخوا کې وفات شو. نوموړی له څه مودې راهیسې ناروغ و. ښاغلی مجذوب د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې زېږېدلی و، چې تر اوسه یې د شعر اته ټولګې چاپ شوې دي. د عبدالرحیم مجذوب د نثر یوه ټولګه هم چاپ شوې ده او د شعر لومړنۍ ټولګه یې ۱۹۵۹ کال کې چاپ شوې وه. 

عبدالرحیم مجذوب د لکي مروت له سرای نورنګ او پېښور پوهنتونه زدکړې کړې وې او د قانون برخه کې یې له همدې پېښور پوهنتونه لوړې زدکړې سر ته رسولې وې. 

عبدالرحیم مجذوب د خیبر پښتونخوا باچا خان پوهنتون د پخواني مرستیال مشر فضل رحیم مروت پلار و.

 

خدای بخښلي مجذوب صاحب په نوي او په زړه پورې انداز، خواږه شعرونه ویلي دي، چې  پر پښتو او پښتنو یې لوی احسان کړی دی.

 روح یې ښاد اروا یې مسته!

 

 په درنښت

 جاوېد مسرور