د بدخشان مرستیال والي په موټر بم برید کې ووژل شو

د بدخشان مرستیال والي په موټر بم برید کې ووژل شو


  • 1 کال دمخه (06/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 533

د بدخشان سیمه‌ییز چارواکي خبر ورکوي، چې په موټربم برید کې د دغه ولایت مرستیال والي وژل شوی دی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو فرهنګ رئیس معزالدین احمدي ویلي، چې نن سهار اته بجې او ۱۵ دقیقې په مرکز فیض اباد ښار کې پر مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي موټر بم برید وشو.

دی زیاتوي، چې په دغه موټر بم برید کې د ولایت سرپرست مولوي نثار احمد احمدي او موټر چلوونکی یې وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د احمدي په خبره، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

تر اوسه د دغه موټر بم برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.