په طالبانو تور دی، چې په خپلو بریدونو کې عامه تاسیسات په نښه کوي، تازه د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې (سیګار) یو راپور خپور کړی او په یاد راپور کې راغلي، چې طالبانو لا هم پر روغتیایي مراکزو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
راپور کې وړاندې لیکي، چې د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې پر روغتیایي مرکزونو ۷۳ بریدونه شوي دي، چې په ۷۱ هغو کې یې د طالبانو لاس بلل شوی دی.
راپور کاږي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په ټول افغانستان کې پر روغتیایي مرکزونو ۹۰ بریدونه شوي دي او یادو بریدونو ته په کتو سږکال په دغه هېواد کې پر روغتیایي مرکزونو بریدونه شل سلنه ډېروالی ښیي.
یادې ادارې دغه راز ویلي، چې د امنیتي ګواښونو له امله ګڼ شمېر صحي مراکز تړلي هم دي، چې شاوخوا درې میلیونه وګړي یې له روغتیایي خدمتونو محروم کړي دي.
د راپور وروستۍ برخه کې راغلي، چې که تاوتریخوالی دوام پیدا کړي، نو دغه شمېر به تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي او ډېر خلک به له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.
باید یاده شي، چې افغانستان کې روان تاوتریخوالي دنورو برخو ترڅنګ عام وګړي او تاسیسات هم زیانمن کړي دي، چې دخلکو په ژوند یې منفي اغېز کړی دی.