خلیلزاد: د دوحې هوکړې عملي کېدو لپاره به ستره غونډه را وبلل شي

خلیلزاد: د دوحې هوکړې عملي کېدو لپاره به ستره غونډه را وبلل شي


  • 1 کال دمخه (19/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 599

د افغانستان لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد ویلي، راتلونکې می میاشت کې به د ملګرو ملتو د عمومي سرمنشي په کوربه‌توب به د افغانستان په اړه ناسته جوړه شي.

نوموړي پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دا ناسته به د می په لومړۍ نېټه په دوحه کې جوړه شي چې د ټولې نړۍ ځانګړي استازي به په کې ګډون ولري.

هغه لیکلي چې د دې ناستې هدف د دوحې تړون بشپړ عملي کېدل دي.

هغه که څه هم د دې ناستې په اړه زیات جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې دی د دې ناستې هرکلی کوي.

د خلیلزاد په خبره لاهم د دوحې تړون په بشپړ ډول نه دی عملي شوی.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د رییس الوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې وه چې اسلامي امارت باید په می میاشت کې دوحه کې د افغانستان په تړاو له جوړېدونکې غونډې وړاندې د نړۍ والې ټولنې ځینې غوښتنې ومني.