- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد نعمان دوست
- 1397
جلال اباد چې یو وخت یې د نارنجو عطراګینه فضا مشهوره وه. جلال اباد چې یو وخت یې د نوم په یادېدو د خوشبویي احساس پیدا کېده او جلال اباد چې یو وخت یې پاکې هوا، زړه ته تازګي بخښله، اوس یې هر څه بدل شوي.
اوس دغه ښار داسې دی لکه بې صاحبه، ملکیت. هر څوک چې هر ډول وغواړي پکې ګرځي.
نه د چاپریال ککړتیا په غم کې دي څوک او نه له دغې ککړتیا څخه د خلکو د ناروغه کېدو په اندېښنه کې.
جلال اباد اوس د رکشاوو په مرکز بدل شوی. پر هر واټ او هره کوڅه لکه مضرې حشرې روانې وي. شور یې د ښاریانو نارامه عصاب لا پسې نارامه کوي او لوګي یې د ښار ککړه فضا لا پسې ککړوي.
جلال اباد چې د نورو ټرانسپورټي وسایطو تر څنګ زرګونه رکشاوې پکې فعالیت کوي، ورځ تر بلې یې چاپېریال د خرابېدو په حال کې دی.
د دغه ښار ماهرین اوس هم دا ابتکار ګڼي چې په ۲۱مه، پېړۍ کې رکشاوې تولید کړي او د ټیټ کیفیت له کبله ښار پرې نور هم خیرن کړي.
رکشاوې، چې ډېری یې غېږ غېږ لوګي شیندي، نه یوازې ښاریان، په ځانګړې توګه تنکي ماشومان د سینې او ستوني له ناروغيو سره مخ کوي؛ بلکې د دوی روان یې هم تر محکمو ضربو لاندې نیولی دی.
دلته ګڼ شمېر دغه درې ټایره وسایط پر خپلو شاګانو باندې داسې تصویرونه ګرځوي چې په لیدلو یې ذهنونه پرېشانه کېږي.
د دوی پر شاګانو نقاشانو د پاکستانیو فلمي اکټرانو عکسونه نقاشي کړي وي. د هغوی په لاس کې په وینو ککړه چاړه وي. سترګې یې له کولکونو راوتلې وي. لاسونه یې په وینو سره وي او داسې ښکاري چې تازه یې قتل کړی دی.
د دغه شان انځورونو په لیدلو د ماشومانو ذهنونه شاید له دوو مهمو حالاتونو سره مخ شي:
الف – ممکن د ماشومانو دغه صحنه خوښه شي، ماشوم همېشه تقلید کوي، له خپلو مشرانو او له خپل چاپېریاله. ممکن هغه ته دا خوند ورکړي چې د فلمي بدمعاش په توګه چاړه را واخلي او د دې وېره شته چې د چا په وینو یې سره کړي.
ب – ممکن د دغو خشنو تصویرونو په لیدلو ماشومان ووېرېږي. د وېرې احساس یې پیاوړی شي او بلاخره وېره یې له بېلابېلو رواني ناروغیو سره مخ کړي.
رکشاوې، چې د پاکستان یو بل ناوړه تقلید دی، په حقیقت کې د خشونت لپاره فعاله کمپاینرانې دي.
دوی په هر واټ او هر کوڅه کې ګرځي او هغه خشن او ناوړه تصویرونه چې پر شا ګرځوي، د ټولو ماشومانو تر سترګو یې رسوي.
د رکشاوو تخنیکي ستونزې چې له امله یې په زیاته کچه لوګی تولیدېږي، باید ترمیم شي او سمه ګټه ترې واخیستل شي.
دا د کمپاین لپاره غوره وسیله ده. که موږ د اطلاعاتو او فرهنګ فعال ریاست ولرو، که موږ د چاپریال ساتنې فعال ریاست ولرو او که.... نو له دې څخه سمه استفاده هم کولای شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ یو فعال ریاست کولای شي د رکشاوو لپاره ځانګړي ګټور پیغامونه ولیکي.
د چاپېریال ساتنې ریاست کولای شي، د چاپېریال پاک ساتنې لپاره خپل پیغامونه ولیکي او رکشاوې یې ورته وګرځوي.
په انتخاباتي سیالیو کې ځینې کاندیدان له رکشاوو څخه د تبلیغاتي ذریعې د ګټې اخیستلو په ارزښت پوه شوي وو. هغوی خپل عکسونه او انتخاباتي شعارونه د رکشاوو په شاګانو سریښ کړي وو.
خو څرنګه چې هغوی ته خپل ځان او خپل وچ کلک شعارونه مهم وو، نو ځکه یې یوازې همدې ته توجه کوله، کنه دوی کولای شول چې د خپل شعار او تصویر تر څنګ داسې پیغامونه هم ځای کړي وای چې په ټولنه کې یې اصلاح راوستلای شوه.
سرخط ورځپاڼه