ترکیه کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ د لادرکه افغانانو لټون روان دی

ترکیه کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ د لادرکه افغانانو لټون روان دی


  • 9 مياشتي دمخه (06/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 357

ترکیه کې د کښتۍ ډوبېدو له امله د ډوبو شویو افغانانو لټون روان دی.

دغه پېښه د ترکيې چناک کلا ولايت په سواحلو کې شوې او ۲۲ افغان کډوال په کې مړه شوي او یو شمېر نور لادرکه دي.

ترکي چارواکي وایي، په کښتۍ کې ټول ۴۶ تنه کډوال سپاره وو، چې ویل کېږي شاوخوا ۳۰ تنه په کې افغانان وو. 

دوه تنه افغانان په لامبو تر سمندرغاړې رسېدلي او دوه نور ژغورن ډلو ژغورلي دي.  

د کډوالو او راستنېدونکو چار وزارت پر دې پېښه خواشیني ښودلې او د ترکیې له حکومت او ژغورن ډلو یې غوښتي، چې د نادرکه افغانانو په موندلو کې مرسته وکړي.

دغه وزارت پر افغانانو غږ کړی، چې نورو هېوادونو ته له مهاجرت ډډه وکړي او چې کوم بهر کې دي بېرته هېواد ته ستانه شي.