امرالله صالح: بغلان کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې

امرالله صالح: بغلان کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې


  • 2 کاله دمخه (23/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1284

د افغان ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، وړمه ورځ د مقاومت ځواکونو د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ کې طالبانو ته کمینونه نیولي وو او دې ډلې ته یې درنه مرګ‌ژوبله ور اړولې ده. 

نوموړي دا خبره پرون ناوخته پر خپله ټوېټر پاڼه کړې او زیاته کړې یې ده، چې  طالبان دا مهال د پنجشېر په دروازه کې راټول شوي؛ خو په وینا یې چې د مقاومت ځواکونو د سالنګ لاره هم‌ تړلې‌ده. 

ښاغلي صالح دغه‌راز د پنجشېر ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې ویلي، داسې سیمې هم شته چې باید له ورتلو ډډه وشي. 

امرالله صالح، چې وایي په افغانستان کې دی، یو وار بیا ټینګار کړی، چې په هېڅ صورت به طالبانو ته تسلیم نه‌شي او نه به هم دې ډلې سره پر یوه مېز خبرو کېني.

د ده په خبره، چې اوس‌مهال د طالبانو پر ضد د پوځي مقاومت په منظمولو بوخت دی. 

طالبانو تر دې دمه د امرالله صالح وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون رسنیو ته ویلي، هڅه کوي چې خپلو وسله‌والو مخالفینو سره د خبرو له لارې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.