سرپرست حکومت: ایران او پاکستان دې د افغان کډوالو ځورول بس کړي

سرپرست حکومت: ایران او پاکستان دې د افغان کډوالو ځورول بس کړي


  • 1 کال دمخه (15/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 510

سرپرست حکومت وایي، له افغان کډوالو سره د ایران او پاکستان چلند ظالمانه او له نړیوالو معیارونو ښکاره سرغړونه ده.

د ا، ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې ایران او پاکستان باید له افغان کډوالو څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار وانخلي.  

نوموړي له یادو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو ځورول بند کړي او له دوی سره انساني چلند وکړي.

د مې پر نهمه د عمران خان د پلویانو له پراخو لاریونونو وروسته د پاکستان حکومت ادعا وکړه، چې په سلګونه افغان کډوالو هم په دغو لاریونونو کې برخه اخیستې وه.

له هغې وروسته پاکستانيو پولیسو ګڼ شمېر افغان کډوال ونیول او بندیان یې کړل.